خوست(پژواک،٥غويى٩٣):په خوست ولايت کې قومي مشرانو او ځوانانو ديوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک او د ټاکنيزو شکاياتو د اورېدو له دواړو کمېسيونونو غوښتنه وکړه، چې د خلکو رايو ته درناوی وکړي.
د دې ترڅنګ په دغه غونډه کې، چې تر زرو زياتو خلکو ګډون کړی و، د ټاکنيزو شکايتونو په سم ډول څېړل او د شفافو پايلو د اعلان غوښتنه يې هم کوله.
د خوست د تڼيو يو تن قومي مشر رسول محمد تڼي غونډې ته په خپلو خبرو کې د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو له کمېسيون څخه غوښتنه وکړه، چې پاکې او ناپاکې رايې سره په ښکاره ډول بېلې کړي.
نوموړي دغه راز له ياد کمېسيون څخه وغوښتل، هغه رايې، چې باطلې شوې دي، له سره وګوري او د ناظرينو پر وړاندې يې وڅېړي.
رسول محمد تڼي ښځې هم وهڅولې، چې د وري د ۱۶ نېټي د ټاکنو په پرتله د ولسمشريزو ټاکنو په دويم پړاو کې پراخ ګډون وکړي او خپلې ارادې په ښه ډول تمثيل کړي.
د خوست د لکڼو د سيمې مشر او د پوهنتون استاد اميربهير بيا د خوست له حکومتي چارواکو مننه وکړه، چې په ټاکنو کې يې په خپله هم خپله بې طرفي وساتله او بل چا ته يې هم پکې د مداخلې اجازه ورنه کړه.
امير بهير پر خلکو غږ وکړ، چې د ټاکنو شفافې پايلې ومني او د دويم پړاو په ټاکنو کې بياهم خپل د خوښې کانديد ملاتړ وکړي او تر ارګ پورې يې ورسوي.
د خوست ولايت يو بل تن قومي مشر سلطان محمود خيرخواه بيا په خپلو خبرو کې هغه څوک وغندل، چې د حمل مياشتې د ۱۶ نېټې په ټاکنو کې يې درغلۍ کړي او يا يې د درغلۍ هڅې کړې دي.
نوموړي د ټاکنيزو شکاياتو د اورېدو له کمېسيون څخه وغوښتل، چې د خلکو په سرنوشت باندې دې لوبې نه کوي او د خلکو رايو ته دې پوره درناوی ولري.
سخي جان سرحدي، چې هغه هم يو تن قومي مشر بلل کېږي، د ټول افغانستان له خلکو غوښتنه وکړه، چې د ټاکنو په دويم پړاو کې د هغه کانديد ملاتړ ونه کړي، چې د افغانستان د پرمختګ هيله ترې نشي کيدای.
هغه وويل، چې که د هېواد د اکثريت خلکو مخالف کانديد واک ته ورسېږي، نو دغه هېواد به يو ځل بيا د کورنيو شخړو له بحران سره مخامخ شي، خو په دې برخه کې يې د کوم مشخص کانديد نوم ياد نه کړ.
د خوست د ځوانانو په استازيتوب نصيراحمد روښان يادې غونډې ته وويل، چې د افغانستان خلکو په ډېرو سختو شرايطو کې په ټاکنو کې ګډون وکړ او له ګواښونو سره سره بيا هم د رايې اچونې مرکزونو ته لاړل او خپلې رايې يې وکارولې.
روښان وويل، چې که پر دې سربېره بيا هم د خلکو رايو ته درناوی و نه شي ، پاکې او ناپاکې رايې سره بېلې نه کړي، نو دا د ټول هېواد له خلکو سره لويه جفا بلل کېږي.
د خوست دغو قومي مشرانو او ځوانانو د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له مسوولينو وغوښتل، چې د ټاکنو په پايلو کې هيڅ فشار ته غاړه کېنږدي او د رڼو پايلو اعلان ته دې ژمن واوسي.
د وري مياشتې د ۱۶ نېټې د ولسمشريزو ټاکنو په څه باندې ۸۰ سلنه رايو کې ښکاري، چې کيدای شي، هيڅ کانديد هم ٥٠+١ پوره نه کړي او ټاکنې به دويم پړاو ته لاړې شي.
په همدې حال کې د هېواد د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، چې که ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي، نو دوی په بشپړ ډول ورته چمتوالی لري.