خوست (پژواک ١٠ غويى ٩٣): د خوست ځوانان وايي، چې په دغه ولايت کې د موبايل ټيلېفونونو لپاره د طالبانو د تبليغاتي ويډيوګانو او ترانو د خپراوي مخنيوی نه دى شوى.
يو شمېر ځوانانو له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، که څه هم اوسمهال په خوست ښار کې د طالبانو تبليغاتي ويډيوګانې او ترانې په ښکاره ډول نه خرڅېږي، خو که څوک يې وغواړي کولای شي له لږې هڅې وروسته يې د موبايلونو له ځينو هټيو ترلاسه کړي.
د خوست ښار د حمام په نوم مارکېټ د مبايلونو، ويډيوګانو او غږېزو ترانو او سندرو د خرڅلاو مشهور مارکېټ دی، چې د ښار په زړه کې پروت دی او د ورځې له خوا په کې زياته ګڼه ګوڼه وي.
که څه هم پخوا دلته د طالبانو تبليغاتي ويډيوګانې او ترانې د نورو عادي ويډيوګانو په څېر په ښکاره ډول پلورل کېدې، خو اوس د حکومت له لوري پر دغو تبليغاتي شيانو د بنديز له امله دغه کار په ښکاره ډول نه کېږي.
د خوست د مرکز د متون سيمې يوه اوسېدونکي صابرشاه پژواک ته وويل، که څه هم د پخوا په پرتله د خلکو علاقه د طالبانو له تبليغاتي شيانو سره کمه شوې، خو د بشپړ خپراوي د مخنيوي لپاره يې بايد جدي ګام واخيستل شي.
نوموړي زياته کړه، چې د طالبانو په ويډيوګانو کې زياتره يې د بمي چاودنو، ځانمرګو او وسله والو بريدونو او دغه راز د انسان د حلالولو کيسې ليدل کېږي.
ده وويل: ((دغه ويډيوګانې پر ځوانانو په ځانګړي ډول د نوي نسل پر ذهنونو منفي او بد اغېز کړى.))
د خوست ښار يوه بل اوسېدونکي رفيع الله بيا پژواک ته وويل، سره له دې چې د طالبانو د ترانو او ويډيوګانو وخت تېر شوی، خو بيا هم ځيني خلک د دغو شيانو د کتلو علاقه لري، خو د ګټې پر ځای د هغوی پر ذهن منفي اغېز کوي.
نوموړی د خوست له امنيې قوماندانۍ غوښتنه کوي، چې په ښار کې د موبايلونو مارکېټونه او دوکانونه په تکرار وپلټي، بېکاره او د خلکو پر ذهنونو منفي اغېز کوونکي شيان له منځه يوسي.
نوموړي په دې اړه زياته کړه: ((اوس وخت خو مخکې وخت نه دی، ډېر بدلون رامنځته شوی دی. خو بيا هم ځيني خلک د طالبانو ترانې اوري، حکومت يې بايد مخه ونيسي.))
د ښار په زړه کې د حمام مارکېټ د موبايل ڼيلېفونونو يو دوکاندار جنت ګل وايي، اوسنی حالت دا نه ايجابوي، چې خلک دې د طالبانو ترانې او ويډيوګانې را ونيسي.
نوموړي د خلکو دا خبرې رد کړې، چې ګواکې دلته اوس هم د وسله والو طالبانو تبليغاتي ويډيوګانې او ترانې پلورل کېږي.
جنت ګل زياته کړه، چې د طالبانو د دغو شيانو ځای اوس پښتو او هندي موسيقۍ نيولی او اوس زياتره خلک تفريحي ويډيوګانې او يا غږيزې سندرې زياتې خوښوي.
خو د حمام مارکېټ يو بل دوکاندار محبوب شاه پژواک ته وويل، چې امنيتي ارګانونه بايد نور هم دې ته لاس سره يو کړي، چې مخه يې ونيسي او ملي امنيت بايد کمپيوټر لرونکي وګوري او پر دې باندې خپله پابندي نوره هم سخته کړي.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمدامين شاه الفت پژواک ته وويل، چې په ياده برخه کې يې تر ډېره خپل مسووليت ترسره کړی او خلکو ته يې په اړه زيانونه تشريح کړي دي.
نوموړي پژواک ته زياته کړه، چې د عامه پوهاوي د ګڼ شمېر پروګرامونو له لارې يې ډېر خلک په دې پوهولي، چې د وسله والو طالبانو تبليغاتي ويډيوګانې او ترانې نه يوازې ګټه نه لري، بلکې د ټولنې په زيان دي.
بلخواد خوست د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې په ښار کې يې د طالبانو د تبليغاتي موادو د خپراوي مخنيوی په بشپړ ډول کړی دی.
سرچينې زياته کړه، چې په تکراري ډول يې له ملي امنيت سره په ګډه د ښار د موبايلونو پر مارکېټ او دوکانونو پلټونکي عمليات کړي او ټول هغه شيان يې له منځه وړي، چې د خلکو د ذهنونو د خرابېدو لامل ګرځي.
سرچينې دغه راز وويل، هر ځل يې چې په ياده برخه کې د کوم دوکان په اړه راپور او يا شکايت ترلاسه کړی، سمدستي يې اقدام کړی دى.
د امنيې قوماندانۍ يادې سرچينې زياته کړه، چې د موبايلونو په مارکېټونو کې به خپلو پلټونکو عملياتو ته دوام ورکړي او د ټولو يادو موادو د خپراوي مخه به ونيسي.