خوست ښار (پژواک ١١ غويى ٩٣): د خوست چارواکي وايي، چې پر يوې امنيتي پوسته د لسګونو وسله والو طالبانو په بريد کې څلور پوليس او درې وسله وال وژل شوي دي.
د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ د غويي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد تېره شپه نهه بجې د خوست د عليشېرو ولسوالۍ د تريزيو په ښار ګوټي کې د ملي او سرحدي پوليسو پر يوه ګډه امنيتي پوسته شوی دی.
نوموړي وويل، دغه بريد چې د شپې تر دوولسو بجو يې دوام وکړ، په ترڅ کې يې د سپکو وسلو تر څنګ له زيات شمېر درنو وسلو څخه هم کار اخيستل شوی دی.
مبارز وويل، چې د وسله والو طالبانو په ياد بريد کې دوه ملي او دوه سرحدي پوليس وژل شوي او څلور نور سرحدي پوليس ټپيان شوي دي، چې دا مهال يې په روغتون کې درملنه روانه ده.
نوموړي زياته کړه، د بريد کوونکو له جملې څخه، چې شمېر يې تر ۱۵۰ څخه زيات وو، درې کسان وژل شوي، چې مړي يې د نښتې په ډګر کې پاتې دي او يو ژوندی نيول شوی، چې دا مهال د پوليسو په ولکه کې دی.
د سيمې يو تن عيني شاهد محمدبصير، چې د پوليسو يادې امنيتي پوستې ته نږدې کور لري، پژواک اژانس ته وويل، چې د څو ساعتونو لپاره يې د نښتې په ترڅ کې د ګڼو سپکو او درنو وسلو غږونه اوريدل.
نوموړي وويل، چې سهار يې يادې پوستې ته نږدې د وسله والو طالبانو درې مړي وليدل، چې پر سړک پراته وو او ډلې، ډلې خلکو يې د پېژندګلوۍ په خاطر ليدنه کوله.
محمدبصير زياته کړه، چې دوی د يوه سرحدي پوليس د وژنې او د دوو نورو د ټپي کېدو خبر اورېدلی، خو کېدای شي مرګ ژوبله يې زياته وي، ځکه نيمه شپه ورته امبولانسونه راغلل او پوليس يې ولېږدول.
د وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد خبريالانو ته ويلي، چې د تريزيو ياده امنيتي پوسته يې نيولې وه، اوه سرحدي پوليس وژلي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړي دي.
نوموړي په دغه بريد کې د خپلو درېيو ملګرو وژنه هم تاييد کړې ده.
د سرحدي او ملي پوليسو ياده امنيتي پوسته د تريزيو ښارګوټي ته څېرمه د ګڼ شمېر کليو او کورونو په منځ کې جوړه شوې، چې څو ځله مخکې هم پرې وسله وال بريدونه او يوه ځانمرګې حمله شوې وه، چې د يو شمېر ماشومانو په ګډون يې ګڼ شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې وه.