ژبه

خوست کې افغانۍ له کلدارو سره په ډېر کم توپير معامله کېږي

خوست (پژواک ٢١ غويى ٩٣): د خوست اوسېدونکي وايي، چې ډېرى هټۍ وال او کاروباريان د راکړې ورکړې پر مهال پاکستانۍ کلدارې له افغانيو سره په يوه بيه معامله کوي.

دوى له دولتي چارواکو غوښتنه وکړه، چې په خوست کې دې د کلدارې پر چلند بنديز ولګوي او د راکړې ورکړې پر مهال دې د افغانيو ارزښت ته پام وکړي.

د خوست ښار يوه اوسېدونکي محمد طاهر پژواک اژانس ته وويل، چې د خوست ښار د ونډو په مارکېټ کې دا مهال زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٧٠ افغانۍ بدلېږي، چې ترمنځ يې ډېر توپير دى.

طاهر وويل، که پر همدغو ٥٧٠ افغانيو د ښار په يوه دوکان کې سودا پېري، نو په هرو سلو افغانيو کې له کلدارو سره يوازې لس يا پنځلس روپۍ فرق ورکوي.

نوموړي وويل: ((په خوست کې کلداره زياته چلېږي، افغانۍ خو بېخي په صفر کې ضرب ده، علتونه يې ډېر دي. چې دوکاندار ته ورشې، د افغانۍ او کلدارو توپير نه کوي، که بيا يې توپير وکړي هم، اېله په سلو کې لس يا پنځلس روپۍ توپير ورکوي، چې دا د عامو خلکو لپاره ډېر تاوان دی.))

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست يوه مامور محمد الياس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې کله يې په افغانيو تنخوا اخيستې، نو پرته له ځنډه يې پر پاکستانۍ کلدارو تبادله کړې دي.

نوموړي زياته کړه، دغه کار ځکه کوي، چې په خوست کې د کلدارو چلند تر افغانيو ډېر دود دى.

هغه وايي، دوکاندار د افغانيو او کلدارو تر منځ ډېر کم توپير کوي، چې له همدې امله ټول خلک خپله سوداګريزه راکړه ورکړه د کلدارو په مقابل کې ترسره کوي.

الياس وويل، که دولت غواړي چې هم يې افغانۍ مروجه شي او هم يې د ورځنۍ راکړې ورکړې پر مهال ارزښت وساتل شي، نو د کلدارو پر چلند دې جدي بنديز ولګوي.

د خوست ښار د ونډو په مارکېټ کې صراف شفيق الله پژواک ته وويل، دغه ولايت ته هره ورځ ميليونونه پاکستانۍ کلدارې ور وړل کېږي.

هغه وايي، تر ټولو غټ لامل يې دا دى، چې په خليجي هېوادونو کې مسافر عربي اسعار پر کلدارو اړوي او بيا يې خپلو کورنيو ته رالېږي.

نوموړي وويل، په خوست کې افغانۍ هم کمه ده، چې ټولو خوستوالو ته نه رسېږي، خو که دولت غواړي، چې افغانۍ د کلدارو ځا‌‌ى ونيسي، نو په دغه ولايت کې دې زياتې افغانۍ عرضه کړي.

هغه زياته کړه: ((خبره دا ده، چې حکومت بېغوره کوي، يوازې د څو ورځو لپاره پر کلدارو بنديز ولګوي، خو له څو ورځو وروسته هېڅ هم نه وي.))

د خوست د دولتي بانک مدير علي شاه اکبرزي له پژواک سره په خبرو کې د دوکاندارانو له لوري د افغانۍ او کلدارو ترمنځ توپير نه کول جدي ستونزه وبلله او زياته يې کړه، چې په دې اړه يې له ډېرو خلکو شکايتونه هم اورېدلي دي.

نوموړي وويل، د افغانۍ د ترويج او د پاکستانۍ سکې د مخنيوي لپاره يې کمېسيون جوړ او په اړه يې جدي کار پيل کړى دى.

نوموړي زياته کړه، چې ياد کمېسيون د ملي امنيت، امنيې قوماندانۍ، څارنوالۍ، ښاروالۍ او د خوست د دولتي بانک له ادارو جوړ شوى دى.

اکبرزي په ټينګار سره وويل، چې په ډېر لنډ وخت کې به په دې بريالي شي، چې په دغه ولايت کې د پاکستانۍ کلدارې مخنيوى وکړي او پر ځاى يې يوازې افغانۍ دود شي.

نوموړي دغه خبره رد کړه، چې ګني دوى د خوست ولايت لپاره کافي افغانۍ نه لري، خو ويې ويل، چې د وخت په تېرېدو او له زمينې په استفادې سره به يې ټولو ښاريانو ته ورسوي.

د خوست د والي وياند مبارز محمدځدراڼ پژواک ته وويل، چې د افغانۍ د ترويج لپاره جوړ شوي کمېسيون خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړې او تر يوه بريده يې نتيجه هم لاسته راوړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې په ياده برخه کې يې د غونډو او ځايي رسنيو له لارې پراخ عامه پوهاوى کړى، خو وايي، چې په لنډ وخت کې سل سلنه د کلدارې مخنيوى نه شي کېدلاى.

مبارز ځدراڼ له خلکو غوښتنه وکړه، چې په ياده برخه کې له دولت سره مرسته وکړي او د خپلې پيسې د ارزښت ساتلو لپاره د راکړې ورکړې پر مهال له افغانيو کار واخلي.

د ډاکټر نجيب الله د حکومت تر نسکورېدو وروسته پر خوست سربېره د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې ورو، ورو د پاکستانۍ کلدارې چلند عام شو او تر ننه دوام لري.

ورته موضوع