ژبه

د خوست معيوبين د ټيلېفونونو د ترميم په برخه کې روزل کېږي

خوست (پژواک ٢٢ غويى ٩٣): په خوست کې د معيوبو ځوانانو لپاره د ګرځنده ټيلېفونونو د ترميم د حرفوي او مسلکي زده کړو روزنيز پروګرام پيل شو.

د حرفوي زده کړو دغه کورس د دغه ولايت د کار او ټولنيزو چارو د رياست په چوکاټ کې “د ټولنې نښلونې” په نوم د يوې غير دولتي موسسې له لوري، چې ټولنيز او په ځينو برخو کې د بيارغونې خدمتونه وړاندې کوي، جوړ شوى دى.

د يادې موسسې مشر کريم الله ابتکار د دغه کورس د پرانيستې پر مهال د غويي په ٢٢مه وويل، د دغه پروګرام، چې درې مياشتې دوام کوي، په ترڅ کې به معيوبو او بې کارو ځوانانو ته په وړيا ډول د ګرځنده ټيلېفون جوړونې حرفوي زده کړې ورکړل شي.

د ده په خبره، د اوسمهال لپاره به په ياد پروګرام کې د دغه ولايت د مرکز په ګډون د عليشېر، باک او دوه منده ولسواليو معيوب او بې کاره لسګونه ځوانان ګډون وکړي، چې د سيمې د قومي مشرانو له لوري ور پېژندل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، په لومړنيو شپږو اونيو کې به زده کوونکو ته نظري درسونه ورکړل شي او په پاتې شپږو اونيو کې به د ګرځنده ټيلېفونونو ترميمول په عملي ډول ور زده کړل شي.

ابتکار وايي، له دغه پروګرام څخه يې موخه ځوانانو ته د مسلکي او حرفوي زده کړو او دغه راز د کاري زمينې برابرول او د بازار له غوښتنې سره سم د اسانتياوو رامنځته کول دي.

د هغه په وينا، د ياد پروګرام په پای ته رسېدو سره به فارغانو ته د ټيلېفون جوړونې لپاره ټول اړين وسايل هم ورکړل شي، چې بيا وکولای شي خپل کاروبار پيل کړي.

د خوست د کار او ټولنيزو چارو رييس کمال الدين ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل، چې د حرفوي او په ځينو برخو کې د ځوانانو لپاره د مسلکي زده کړو د زمينې برابرول يې، له پروګرامونو څخه دى.

نوموړي زياته کړه، د ياد پروګرام له پلي کولو څخه يې موخه په ټولنه کې د مهارتونو لوړول او د بې کارو ځوانانو لپاره د کاري زمينې برابرول دي.

ځدراڼ غوښتنه وکړه، چې د ګرځنده ټيلېفون ترميم او جوړونې د پروګرام زده کوونکي له دغه موقع څخه پوره ګټه واخلي او ځانونه په واقعي ډول په مسلکي لحاظ وروزي.

د خوست د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس ميرناګل تڼيوال، چې د ياد پروګرام د پرانيستې په غونډه کې يې خبرې کولې، غوښتنه وکړه، چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو په روغتون کې دې هم دا ډول کورس جوړ شي.

نوموړي وويل، چې پر نشه يي توکو د اخته کېدو تر ټولو ستر لامل بې کاري ده؛ که چېرې معتادينو ته د درملنې پرمهال حرفوي او مسلکي زده کړې ورکړل شي، نو په ژوند کې به يې بدلون راشي.

د خوست د مرکز د متون سيمې يوه ځوان، چې په يوه پښه معيوب دی، پژواک اژانس ته وويل، چې دا ډول پروګرامونه د دوی د اقتصاد لپاره ډېر مهم او اړين دي.

نوموړي د کار او ټولنيزو چارو له رياسته غوښتنه وکړه، چې د زده کوونکو په ور پېژندلو کې بايد له عدالت څخه واخيستل شي او هغو معيوبينو ته لومړيتوب ورکړل شي، چې په واقعي ډول يې اقتصادي ستونزې زياتې دي.

 

ورته موضوع