خوست (پژواک،٢٠غبرګولى٩٣): د خوست کارګر د کار د نشتوالي له امله له دولت څخه غوښتنه کوي، چې کاري زمينې ورته برابرې کړي.
د خوست ښار په مرکزي چوک کې هر سهار لسګونه کارګران د کار له وسايلو سره يو ځای د کار موندنې په تمه ولاړ وي؛ خو ځينې يې وايي،چې په اونيو ورته کار نه پيدا کېږي.
د خوست د متون سيمې اوسېدونکي احمدالله پژواک ته وويل، لس ورځې کېږي چې له سهاره تر غرمې له خپلو وسايلو سره دغلته ولاړ وي؛ خو کار ورته نه دى پيدا شوى.
نوموړي زياته کړه، چې په دې وروستيو وختونو کې کارونه بيخي کم شوي او دومره کار نه شي موندلی، چې يو څو پيسې ترلاسه او مازيګر پرې خپلې کورنۍ ته څه واخلي.
ده وويل:((لس ورځې کېږي، چې ما ته کار نه دی پيدا شوی، غوښتنه مې دا ده، چې دولت بايد له کارګرانو سره مرسته وکړي او د کار زمينه ورته برابره کړي.))
ګلزار يو بل کاريګر دی، چې په لاس کې يې د معمارۍ وسايل نيولي او په چوک کې په دې تمه ولاړ دى، چې څوک به يې د کار لپاره بوځي.
نوموړی پژواک ته وويل، نه کار شته او نه دولت د کار زمينه برابروي.
هغه وايي: ((چې رښتيا خبره درته وکړم، دولت د غريبانو يوه غوښتنه هم نه ده منلې، زه اوس تا ته کومه غوښتنه وښيم، غريب سړی څه غوښتنې وکړي.))
د افغانستان د خواريکښو کارګرانو د سراسري ټولنې رييس ډاکټر محمدلياقت عادل پژواک ته وويل، چې په ټول افغانستان کې ډېر کارګران له بې کارۍ سره مخ دي.
ده وويل، چې په هېواد کې د کارګرو د بېکارۍ اصلي لامل د دوامداره پروژو نشتوالى او پانګونې ته د ښو زمينو نه برابرېدل دي.
ده تمه وښوده، چې د افغانستان راتلوونکى حکومت او ولسمشر به دې مسله ته ډېره پاملرنه وکړي او دا ستونزې به هوارې کړي.
د خوست د کاراو ټولنيزو چارو رييس محمدکمال ځدراڼ پژواک ته وويل، د دوی رياست د پاليسۍ جوړولو مسووليت لري او په مستقيم ډول چا ته د کار موندنې ژمنه نشي ورکولی.
هغه زياته کړه:(( بيا هم موږ تراوسه د حرفوي زده کړو له لارې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمينه برابره کړې او پلان لرو، چې د بې روزګاه خلکو لپاره ځينې پروګرامونه جوړ کړو.))
ځدراڼ وويل، چې په ياده برخه کې ځينو غېردولتي موسسو ورسره ژمنې کړي او تر يوه بريده يې کارونه هم مخته تللي دي.
د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ پژواک ته ومنله ، چې له دې ولايت څخه د امريکايي ولايتي بيارغونې ډلې (پي ار ټي) تر وتلو وروسته زيات شمېر کسان بې روزګاه شوي وو؛خو اوس تر ډېره بريده د بې کارۍ ستونزه هواره شوې ده.
هغه زياته کړه:(( همدااوس د کليو پراختيا رياست په چوکاټ کې د بېلابېلو پروګرامونو د پروژو په ګډون سره د بيارغونې ګڼ شمېر نورو پروژو کې زرګونه خلک په کار کولو بوخت دي.))
مبارز ځدراڼ دغه راز وويل، د خوست ولايتي اداره هڅه کوي، چې په دې ولايت کې د لا ډېرو بې روزګاره خلکو لپاره د کار زمينه برابره کړي.
د خوست د کليو پراختيا او بيارغونې رييس انجينر محمدعثمان مهيدي هم پژواک اژانس ته وويل، چې په دې وروستيو کې په دې ولايت کې بې روزګار خلکو ته د کار زمينه ښه برابره ده.
ده وويل: ((د ملي پيوستون، د سيکا، د سي سي ای موسسې او په خپله دکليو پراختيا او بيارغونې رياست له لوري د بيارغونې د پروژو ترسره کولو د خلکو لپاره زياته کاري زمينه برابره کړې ده))
مهيدي زياته کړه، چې د بيارغونې ګڼ شمېر نورې پروژې هم په مخ کې لري، چې په ترسره کېدو سره به يې نورو سلګونو کسانو ته هم د کار زمينه برابره شي.
د يادونې ده، چې د کليو پراختيا رياست پر ترسره کېدونکو پروژو سربېره د بيارغونې ځينې نورې وړې او لويې پروژې لري، چې ډېرو خلکو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.
خو د کارګرانو بنسټيزه غوښتنه داده، چې دکاري زمينې د برابرو لپاره دې بنسټيز ګامونه واخيستل شي، نه دا چې يوه ورځ کار وي او دوه ورځې نه وي.