ژبه

خوست کې د راکټي بريد له امله ٥ ماشومان وژل شوي او ١٧ تنه نور ټپيان شول

خوست(پژواک ٢٤غبرګولى٩٣):دخوست په عليشېرو ولسوالۍ کې د وسله والو په راکټي بريد کې پنځه ماشومان ووژل شول او ١٧ تنه ټپيان شول، چې ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د يادې ولسوالۍ قومي مشر حاجي تراب خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن غرمه مهال د عليشېر ولسوالۍ د “ببرک تاڼې” په سيمه کې په يوه کور کې  دوه راکټونه ولګېدل.

ده وويل،چې لومړي راکټي بريد کې د دې کور څو اوسېدونکو مرګ ژوبله اوښتې وه، کله چې سيمې ته نور خلک راورسېدل،  بل راکټ هم  ولګېد.

تراب وايي، په دې سيمه کې دى په خپله هم اوسېږي او له دې ځايه د رايو ورکولو مرکز هم يو څه لرې دى.

ده وويل، چې له ټپي کسانو څو تنه پاکستان ته د درملنې لپاره او پاتې يې ولايتي روغتون ته انتقال شوي دي.

د خوست د ولايتي روغتون رييس ډاکټر هدايت الله حميدي پژواک ته وويل، چې له دې پېښې ورته ١٢ تنه ټپيان ور وړل شوي دي.

حميدي وويل، چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

د خوست د والي وياند مبارزاحمد ځدراڼ پژواک ته ياده پېښه تاييد کړه ؛خو په دې تړاو يې ډېر څه ونه ويل.

د والي وياند بريد د وسله والو کار بولي، خو وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته موضوع