خوست ښار (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٣): د خوست ولايت چارواکي وايي چې د وسله والو له خوا په يوه توغندويي بريد کې شپږ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت د مطبوعاتي دفتر له خوا د چنګاښ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه تېر ماښام اوه بجې د موسى خېلو ولسوالۍ د زاړه کوټ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې د وسله والو مخالفينو له خوا توغول شوى توغندى پر يو کور لګېدلى چې له امله يې شپږ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په ټپيانو کې پنځه مېرمنې او يو سړى دي.
سرچينه کاږي، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
د خوست ولايت مقام د دې پېښې د پلټنو امر کړى او دا يې په کلکه غندلې ده.
د يو بل خبر له مخې، نن له غرمې وروسته د پکتيا ولايت په ګردېز ښار کې د پوليسو پر يوه رينجر دوه چاودنې شوې دي.
د پکتيا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمدزمان پژواک ته وويل چې دا چاودنې شاوخوا دوه بجې د ګرديز ښار په مرکزي چوک کې شوې دي، چې له امله يې دوه پوليس او درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
دى وايي، چې چاودنې د چسپکي ماينونو له امله شوې دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.