ژبه

تازه خبرونه
په خوست کې نهه ځانمرګي بريد کوونکي ونيول شول

خوست(پژواک ١٠چنګاښ٩٣):په خوست ولايت کې هغه نهه ځانمرګي بريد کوونکي ونيول شول، چې د ولايت پر مقام او امنيتي ادارو يې د بريد پلان درلود.

ولايتي چارواکي وايي،چې دا ځانمرګي يې موخې ته له رسېدو مخکې د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ  د ″زېړۍ ترخې″ په سيمه کې نيولي دي.

د خوست د رسنيو له دفتره د چنګاښ په ١٠ پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، دغو بريد کوونکو غوښتل،چې د ولايت مقام،امنيه قوماندانۍ، ملي امنيت  رياست او پر نورو پوځي تاسيساتو ډله ييز بريدونه وکړي.

په خبرپاڼه کې د دې کسانو د نيولو د وخت په اړه څه نه دي ويل شوي؛ خو يادونه شوې، چې دا ځانمرګي بريدګر،  د ملي امنيت  د سرتېرو له لوري نيول شوي دي.

سرچينه زياتوي: ((له دوى سره شپږ د ځانمرګو بريدونو واسکټونه،يو ميل راکټ انداز له لس فيره مرميوسره،٥٤ لاسي بمونه،څلورميله کلاشينکوفونه،يورېموټ کنټرول ماين، دسرحدي پوليسو يونيفورم  او دوه سراچه موټر نيول شوي دي.))

په خبرپاڼه کې ويل شوي،نيول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړى،چې غوښتل يې د ولايت مقام په ګډون د دې ولايت پر امنيتي ادارو ډله ييز بريدونه ترسره کړي.

دغه راز د خوست د والي وياند مبارز احمد ځدراڼ پژواک ته وويل، چې د يادو کسانو په نیول کېدو سره د هغوی بريدونه په بشپړ ډول شنډ کړل شول.

ځدراڼ وايي، د دغو کسانو د ځينو هغو ملګرو د نيولو په موخه عمليات پيل شوي، چې ګومان کېږي  ورسره مرسته يې کوله.

د والي د وياند په وينا، د خوست د ملي امنيت رياست ويلي، چې نيول شوي کسان د پکتيا او پکتيکا ولايتونو اوسېدونکي دي؛ خو له  ډېر  مودې راهيسې په خوست کې استوګن وو.

د يادولو ده، چې دوه ورځې مخکې هم دخوست د ملي امنيت سرتېرو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې  ۱۱   وسله وال  له وسلو، ماينونو او مهماتو سره نيول شوي  وو.

ورته موضوع