ژبه

تازه خبرونه
خوست کې ٣٤ وسله وال او اته امنيتي ځواکونه وژل شوي

دويم تعقيب، خوست (پژواک ٢٤ چنګاښ ٩٣): د خوست چارواکي وايي، چې د دې ولايت په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د نښتې په ترڅ کې له وسله والو مخالفينو ٣٤ تنه او له امنيتي ځواکونو اته تنه وژل شوي دي.

د دغه ولايت د والي وياند محمد مبارز ځدراڼ د چنګاښ په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو نن سهار ٤ بجې د ځاځي ميدان ولسوالۍ د شاويي په سيمه کې  د سرحدي پوليسو پر پوستو بريد کړى دى.

ده زياته کړه، چې د دې بريد په پاى کې رامنځته شوې نښته کې ٣٤ وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

نوموړى وايي، د وسله والو جسدونه د جنګ په ډګر کې پاتې دي، چې زياتره يې پاکستانيان دي.

د هغه په وينا، دغه راز په دې نښته کې شپږ سرحدي پوليس، يو د ملي پوليسو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې مدير او يو تن د ځاځي ميدان د قوم وګړى دى، چې له امنيتي ځواکونو سره يې څنګ په څنګ د وسله مخالفينو پرضد جګړه کوله.

دى زياتوي، په دې نښته کې يو سيمه ييز او څلور سرحدي پوليس ټپيان دي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

ورته موضوع