خوست (پژواک ١٧تله ٩٣): د خوست د علماوو شورا او يو شمېر ديني عالمانو د پغمان د ډله ييز جنسي تېري د عاملينو په اړه د بشر حقونو د نړيوال سازمان غبرګون په کلکه وغانده.
د پغمان د ډله ييز جنسي تېري پنځه عاملين او يو بل په غلاوو او قتلونو تورن کس، تېره ورځ (د تلې په ١٦مه) اعدام شول، خو د بشر حقونو نړيوال سازمان د هغوی اعدامول غندلي دي.
په خوست ولايت کې د اسلامي تحريک د ګوند يوه غړي مولوي امين الله امين، په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته وويل، افغانستان خپلواک او اسلامي هېواد دی او نور هېوادونه د دغه هېواد په قوانينو او د اسلامي حکمونو په پلي کولو کې د لاسوهنې حق نه لري.
نوموړي د بښنې نړيوال سازمان او د بشر حقونو د نړيوالې ادارې، هغه څرګندونې چې د يادو کسانو اعدامول يې غندلي، اسلام او د افغانستان نافذه قوانينو ته سپکاوی وباله.
هغه په دې اړه وويل: ((موږ مسلمان ملت يو، خپل اسلامي دين او اساسي قانون لرو. موږ هېچا ته اجازه نه ورکوو، چې زموږ په مقدساتو کې لاسونه وکړي.))
د خوست د علماوو شورا مشر مولوي شاه محمد محمدي، يادې غونډې ته په خپلو خبرو کې د نورو ديني عالمانو په استازيتوب پر يادو کسانو د اعدام د حکم له پلي کولو ملاتړ وکړ.
نوموړي همدارنګه زياته کړه، که په هېواد کې پر جرمونو نورو ککړو کسانو هم دا ډول شرعي حدود پلي شي، نو د جرمونو د کچې په ټيټوالي کې ډېره مرسته کوي.
هغه په دې اړه وويل: ((مجرمين بايد د قران او د نبوي ارشاداتو له مخې په سزا ورسېږي، ځکه دا کار په هېواد کې د ظلم، غلا، جنسي تېري، قتل او د دې ورته نورو جرمونو مخنيوی کوي.))
يو بل تن ديني عالم مولوي محمد داوود وقفي بيا له حکومته جدي غوښتنه وکړه، چې د قانون په پلي کولو کې له پوره عدل او انصاف څخه کار واخلي.
هغه زياته کړه: ((هرڅوک چې جرم کوي، قانون يو شان حکم پرې کوي، خو حکومت بايد پر زورواکو او کمزورو خلکو د قانون په تطبيق کې توپير ونه کړي، که نه بيا د امن راتلل ناشوني دي.))