خوست ( پژواک ٢٦ تله ٩٣): د خوست ولايت د سپېرې ولسوالۍ سرپرست امنيه قوماندان په يوه چاودنه کې ووژل شو او د درې ساتونکو په ګډون يې څلور تنه ټپيان شول.
د خوست د ولايت د مقام د عامه اړيکو مسوول بريالي روان پژواک خبري اژانس ته وويل، دويم څارن شېراحمد نن کابو ٢ بجې د خوست په ښار کې د سړک غاړې ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.
هغه وويل چې دا ماين د ښار په يوه ګلدان کې ځاى پر ځاى شوى و.
روان وويل چې په دې پېښه کې د نوموړي درې ساتوونکي او يوه زده کوونکى ټپيان شوي دي.
هغه وويل چې سرپرست امنيه قوماندان له سپېرې ولسوالۍ څخه د رسمي چارو د ترسره کولو په موخه ښار ته راغلى وو.
د خوست د مقام له لوري د اعلاميې په خپرولو سره داپېښه غندل شوې او هغه د اسلام ، هېواد ،سولې او ثبات د دښمنانو کار بلل شوى دى.
تراوسه د دې پېښې مسوولت چا پر غاړه نه دى اخيستى.