ژبه

د خوست کانديدان: د شكايتونو اورېدو کمېسيون پرېکړو ته ارزښت نه دی ورکړل شوى

خوست ښار ( پژواک، ٧ لړم ٩٣ ) : په خوست كې د ولايتي شورا ځينې کانديدان چې په وروستي نوملړ كې يې نومونه نه دي راغلي، د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون نيوکې کوي، چې د شكايتونو اورېدو کمېسيون څېړنو او پرېکړو ته يې هېڅ ارزښت نه دی ورکړی.

يو شمېر دغو کانديدانو له پژواک اژانس سره په خبرو کې ادعا وکړه،چې د شكايتونو اورېدو كمېسيون ته يې د اسنادو او شواهدو پربنسټ درغلۍ ثابتې كړې وې.

کانديدان وايي، ياد کمېسيون ورسره د پايلو په وروستي نوملړ كې د بدلون ژمنه كړې وه، خو له كوم توپير پرته کټ مټ د لومړنيو پايلو نوملړ بيا اعلان شوى دى.

د خوست ولايتي شورا ته کانديد حکيم ولي شرافت د لړم په ٧مه، پژواک اژانس ته وويل، چې د شکايتونو اورېدو کمېسيون د ټاکنو د کمېسيون پر وړاندې خپل حيثيت له لاسه ورکړی، ځکه څېړل شوو شکايتونو ته يې هيڅ ارزښت ورنه کړ.

هغه وويل، که د ټاکنو کمېسيون په خپلسر پرېکړې کوي او د شکايتونو څېړلو ته ارزښت نه ورکوي، بيا دې د شکايتونو کمېسيون لغوه او پيسې دې پر يوه عام المنفعه پروژه ولګول شي.

شرافت زياته کړه: ((د ولايتي شوراګانو په ټاكنو كې  پراخې درغلۍ شوي، د شكايتونو له څېړلو سره، سره د هېڅ کانديد د رايو په پايله کې بدلون نه دی راغلی، دا له موږ او خلکو سره ستره جفا ده.))

د ولايتي شورا يوې کانديدې نعت بي بي عمري پژواک اژانس ته وويل، سره له دې چې ناظرينو يې په ټاکنو کې د درغلۍ د مخنيوي پوره هڅه وکړه، خو بيا هم پراخې درغلۍ په کې وشوې.

هغې په دې اړه وويل: ((په يوه صندوق کې مې څه باندې سل رايې شمېرل شوې وې، خو د رايو لېست ته ۱۴ رايې رسول شوې دي، دا ښکاره درغلي او د خلکو سترګو ته د خاورو شيندل دي.))

د خوست د ولايتي شورا يو بل کانديد اميرمحمد يون بيا د شکايتونو د اورېدو پر کمېسيون له دې امله نيوکه وکړه، چې پرته له کوم لامل څخه يې په ځينو محلونو کې د يو شمېر کانديدانو رايې باطلې کړې دي.

هغه پژواک خبرى اژانس ته وويل: ((د خلکو رايو ته نه درناوی به د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن د زياتېدو لامل شي. موږ له ولسمشر او ملي شورا څخه جدي غوښتنه کوو، چې تل د شفافيت او عدالت پلوي اوسي.))

که څه هم له وروستي نوملړ څخه ياد پاتې کانديدان د پيسو په بدل کې د ځينو کانديدانو د بريالي کېدو په اړه څه نه وايي، خو يو شمېر عام خلک بيا په دې برخه کې د ټاکنو دواړه کمېسيونونه پر فساد او درغلۍ تورنوي.

د خوست ښار يوتن اوسېدونکي بختي ګل پژواک اژانس ته وويل، ډاډمن دی چې يو شمېر کانديدان د پيسو په زور ولايتي شورا ته بريالي اعلان شوي، ځکه نه يې ټاکنيز کمپاين کړی او نه يې د ټاکنو په ورځ نوم هم چا نه دی اخيستی.

هغه زياته کړه: ((زه چې دا حال وينم ګومان مې نه کېږي چې بيا په ټاکنو کې خلک په پراخ ډول برخه واخلي، ځکه چې د خلکو رايو ته پوره درناوی ونشو.))

په خوست كې د ټاكنو د خپلواك كمېسيون مسوولينو ياد تورونه بې بنسټه بللي او ويلي يې دي، چې د ټاكنيزو شكايتونو د اورېدو كمېسيون له لوري د نوماندانو د ټولو شكايتونو د څېړلو پربنسټ وروستۍ پايلې اعلان شوې دي.

د يادونې ده، چې د خوست ولايتي شورا ته ټولټال ۶۲ کانديدان ولاړ وو، چې له دې ډلې ۱۵ کسانو ولايتي شورا ته لاره ومونده.

د دې شورا د غړو ترمنځ د ټاکنو په پايله کې به دوه تنه مشرانو جرګې ته ولېږل شي او پر ځای به يې دوه نور کانديدان، چې تر نورو هغو يې رايې زياتې دي، دې شورا ته لار ومومي.

د ولايتي شوراګانو د ټاکنو پايلې تر نږدې اوو مياشتو ځنډ وروسته دلړم په څلورمه اعلان شوې، چې يو لړ غبرګونونه يې له ځانه سره لرل.