خوست (پژواک ٩ لړم ٩٣): د خوست په صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ کې تېره شپه له وسله والو طالبانو سره په نښته کې د ملي اردو د يوه سرتېري په ګډون، ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د صبريو او يعقوبيو ولسوال زرمعيد مخلص پژواک خبري اژانس ته وويل، چې جګړه د دې ولسوالۍ د اباد خانې په سيمه کې، وروسته له هغه ونښته، چې امنيتي ځواکونه د طالبانو له کمين سره مخ شول.
د ده په وينا، په دغې سيمه کې د وسله والو طالبانو د فعاليتونو پر زياتېدو سره، امنيتي ځواکونو غوښتل، چې پوځي او پلټونکي عمليات ترسره کړي.
هغه زياته کړه، د وسله والو طالبانو د کمين په پايله کې په رامنځته شوې نښته کې يو د ملي اردو سرتېری او اووه وسله وال طالبان ووژل شول، چې مړي يې د جګړې په ډګر کې پاتې وو.
ولسوال وايي، په ياده نښته کې اته وسله وال طالبان او درې ملي پوليس ټپيان شوي هم دي، خو ملکيانو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
د سيمې يوه اوسېدونکي ظاهرمحمد پژواک اژانس ته وويل، چې نښته څو ساعته اوږده وه او په ترڅ کې يې د سپکو وسلو ترڅنګ، ګڼ شمېر درنې وسلې هم وکارېدلې.
هغه زياته کړه، ښايي دواړو غاړو ته درانه تلفات اوښتي وي، خو په دې اړه هېڅ معلومات نه لري.
تر اوسه د حکومت امنيتي چارواکو او وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.