ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي | غزني کې د زون په کچه د نیزه‌وهنې سیالۍ ترسره شوې | ننګرهار کې لسګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه شوي | سومالیا کې په یو برید کې ۹۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې   | د لبنان حزب‌الله د اسرائیل پر لور لږ تر لږه ۵۰ توغندي توغولي | د پاریس المپیک سیالۍ؛ د جودو پر افغان لوبغاړي بندیز لګېدلی | د فاریاب – جوزجان پر لویه لار د ترافیکي پېښي له امله نهه کسان مړه شوي | ځیني هوایي شرکتونو اسرائیل او لبنان ته خپلې الوتنې ځنډولې دي | تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۷ کسان وژل شوي او یو ټپي و | لوګر کې د کانګفو ورزشي سیالۍ ترسره شوې
درې شمالي ولايتونه د ترکمنستان له قوي برېښنا برخمن شول

درې شمالي ولايتونه د ترکمنستان له قوي برېښنا برخمن شول

author avatar
18 Nov 2014 - 18:48
درې شمالي ولايتونه د ترکمنستان له قوي برېښنا برخمن شول
author avatar
18 Nov 2014 - 18:48

شبرغان (پژواک ٢٧ لړم ٩٣): افغان چارواکو، چې کله د هېواد د درېيو شمالي ولايتونو د برېښنا د ستونزو د حل په اړه له ترکمنستان څخه د غځېدلې برېښنا په اړه نيوکه وکړه نو اوسمهال د يادو درېيو ولايتونو برېښنا ډېره پياوړې شوې ده.

د ترکمنستان برېښنا له ډېرو کلونو راهيسې د هېواد شمالي ولايتونو فارياب، جوزجان او سرپل ته غځول شوې؛ خو سيمه ييزو چارواکو او خلکو يې تل له کمزورۍ سر ټکاوه.

سيمه ييزو چارواکو د روانې اونۍ په لومړيو کې ويلي و، چې په افغانستان کې د ترکمنستان د مېشتې نماينده ګۍ له لوري په (٠٥٥) نمبر مکتوب کې ويل شوي، چې د ترکمنستان په داخل کې د “کرکي” سيمې سب سټېشن نوى فعاله شوى او له هغه ځايه ٢٢٠ کيلو ولټه برېښنا له کوم ځنډ پرته يادو درېيو ولايتونو ته ورکول کېږي.

د هغوى په وينا، دغه ژمنه تر اوسه پورې نه ده عملي شوې او اړ دي، چې د خپلو کورونو د ګرمولو او روښانه کولو لپاره سون توکي په لوړه بيه واخلي.

خو اوسمهال سيمه ييز چارواکي وايي، چې د ترکمنستان ٢٢٠ ولټه قوي برېښنا جوزجان، فارياب او سرپل ولايتونو ته غځول شوې او د خلکو ستونزې حل شوې دي.

د جوزجان د برېښنا رييس انجنير غلام سخي سخا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له پرون راهيسې يې برېښنا ډېره قوي شوې او ترکمنستان هېواد ډاډ ورکړى چې له دې وروسته به د برېښنا د کمزورۍ ستونزه رامنځته نه شي.

هغه زياته کړه، چې پرون د ترکمنستان د برېښنا او اوبو وزارت پلاوى د جوزجان مرکز شبرغان ته راغلى او سيمه ييزو چارواکو ته يې دغه ډاډ ورکړى، چې په پايله کې هغوى ته يو مننليک هم ورکړل شوى دى.

سخا وويل، چې په شبرغان، اقچه او خواجه دوکوه ولسواليو کې له ٣٠ زره څخه ډېرې کورنۍ د ترکمنستان هېواد د ٣٥ ميګاواټه غځول شوې برېښنا څخه ګټه پورته کوي.

 خلک  د برېښنا له قوي کېدو هرکلى کوي او هغه د خپل ځان په ګټه بولي.

د شبرغان ښار يوه اوسېدونکي  محمد مراد وويل: ” ما په خپله هم يو جنراتور واخيست او په يوه مياشت کې مو د څلورو زرو افغانيو تېل ولګول چې په رښتيا ملا ماتونکې ده.”

خو هغه وايي، دا چې اوسمهال د دوه نيمې افغانۍ في کيلو واټ برېښنا جريان موندلى  او په يوه مياشت کې به ٣٠٠ افغانۍ لګښت هم نه پرې راځي، د خلکو لپاره ډېره ارزانه لوېږي.

د شبرغان د زرګرخانې کلي يوه اوسېدونکي محمد شفيع هم وويل، چې هغه د دولت مامور دى او د جنراتور تېلو د ورکړې او د ټرانسفارمر د پېرلو پيسې نه لري ،اوسمهال چې قوي برېښنا جريان موندلى؛ پرې خوښ دي او له ترکمنستان هېواد څخه  غواړي چې برېښنا بيا کمزورې نه کړي.

 د فارياب او سرپل اوسېدونکي هم له ورته ستونزې سره مخ وو، ان تر دې چې يو شمېر کورنيو به د موبايل د څراغ  روښنايۍ ته د شپې له لوري ډوډۍ خوړله.

د سرپل او فارياب چارواکي هم وايي، چې اوسمهال يادو دوو ولايتونو ته قوي برېښنا جريان موندلى او هيله ده، چې خلک له دغې ستونزې سره بيا مخ نه شي.

د هغوى په وينا، د فارياب په مرکز ميمنې ښار او ددغه ولايت په ٨ ولسواليو کې له يادې برېښنا څخه اويا زره کورنۍ او همدارنګه د سرپل په مرکز کې دوه زره کورنۍ د ترکمنستان له برېښنا څخه ګټه پورته کوي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.