ژبه

د خوست چاودنه کې يوه ښځه وژل شوې او ١٣تنه نور ټپيان دي

دويم تعقيب-خوست (پژواک، ٢٧ لړم ٩٣): په خوست ولايت کې د ملکي وګړو پر موټر د ماين چاودنې يوه ښځه وژلې او١٣ تنه يې ټپيان کړي دي.

دا چاودنه نن (د لړم ٢٧مه) سهار شاوخوا اته بجې د خوست د باک او ځاځي ميدان ولسواليو تر منځ پر غځېدلې لاره شوې ده.

د دغه ولايت د والي وياند مبارز ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل، ياده چاودنه پر ملکي فلاينکوچ موټر شوې، چې په کې يو ښځه وژل شوې او ١٣ تنه نور ټپيان شوي دي.

د والي وياند زياتوي چې د پېښې قربانيان ملکي وګړي دي.

د باک ولسوال عبدالحي ځاځي پژواک اژانس ته وويل، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي خو د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

د خوست د ملکي روغتون رييس ډاکتر عبدالمجيد منګل پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته ٩ ټپيان ور وړل شوي چې يو پوليس او ٨ نور عام وګړي دي.

هغه د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

د خوست ولايت د مقام له دفتره پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعيمي ياده پېښه غندلې او هغه يې د هېواد د دښمنانو کار بللى دى.

تر اوسه د چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

ورته موضوع