ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکو د جنګي جنايتکارانو د محاکمې غوښتنه وکړه

لاريون کوونکو د جنګي جنايتکارانو د محاکمې غوښتنه وکړه

author avatar
10 Dec 2015 - 17:43
لاريون کوونکو د جنګي جنايتکارانو د محاکمې غوښتنه وکړه
author avatar
10 Dec 2015 - 17:43

کابل (پژواک ١٩ ليندۍ ٩٤): سلګونه مدني فعالانو د سيد اباد پېښې د عاملينو او ټولو جنګي جنايتکارانو د علني محاکمې غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې د بشر حقونو کمېسيون بايد تر راتلونکې يوې مياشتې پورې د ټولو جنګي جنايتکارانو نومونه په ډاګه کړي.

د دوى په وينا، که چېرې د افغانستان د بشر حقونو کمېسيون تر راتلونکې يوې مياشتې پورې د وروستيو ٣٥ کلونو جنايتکارانو نومونه په ډاګه نه کړي، بايد لغوه شي.

د راپورونو پر بنسټ، تېره جمعه (د روان کال د ليندۍ ١٣ مه) د ميدان ورګو ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې له جومات سره په نږدې سيمه کې د ملي اردو د يوې هاوان مرمۍ د لګېدو له امله د ٨ ماشومانو په ګډون ١٠ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او پر دې سربېره ٦ نور ټپيان شول.

 شا وخوا ٤٠٠ مدني فعالانو او د هېواد د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکو نن د يادې پېښې په غبرګون کې د کابل ښار له دهبوري څلورلارې څخه د بشرحقونو تر کمېسيون پورې لاريون وکړ او د بشر حقونو د کمېسيون مخې ته په راټولېدو سره يې د سيداباد پېښې د عاملينو په ګډون يې د جنګي جنايتکارانو د مجازاتو غوښتنه وکړه.

لاريون کوونکو د "موږ د سيداباد او نورو جنګي جناياتو د عاملينو علني محاکمه غواړو، موږ انتقالي عدالت غواړو، له هغه پرته بايد لغوه شي، جنګي جنايتکاران د ناامنۍ، فساد او بې عدالتۍ لامل شوي، مرګ پر جنګي جنايتکارانو، مشرانو، واليانو او هغو قوماندانانو چې پر جنګي جنايتونو تورن دي، دوى بايد ګوښه او محاکمه شي، د بشر حقونو کمېسيون بايد جنګي جنايتونه په ډاګه کړي، ولي جنګي راپور ولې نه خپريږي؟" شعارونه ورکول.

 دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشر حقونو کمېسيون څو کاله وړاندې د افغانستان د وروستيو دريو لسيزو جنګي جنايتونو راپور چمتو کړى، خو دغه راپور تر اوسه پورې نه دى خپور شوى.

 د ميدان وردګو د سرتاسري ټولنيزې شورا مشر داکټر ضياءالدين کمال د نن ورځې له لاريون څخه موخه؛ د عدالت، امنيت او په هېواد کې د سولې ټينګښت وباله او زياته يې کړه: "نن (لسم ډسمبر) د بشر حقونو له نړيوالې ورځې سره برابره ده، خو د بشر حقونو کمېسيون د جنګي جنايتونو او د هغو د عاملينو د څېرو د ښکاره کولو په اړه غلى ناست دى."

 هغه د بشر حقونو پر کمېسيون نيوکه وکړه او ويې ويل: "زموږ اعتراض يواځې د ميدان وردګو د پېښې په اړه نه دى، زموږ اعتراض د عدالت د نه ټينګښت په اړه دى، کوم کسان چې پر جنګي جنايتونو تورن دي، هغوى بايد له خپلو دندو ګوښه او په علني ډول محاکمه شي."

 نوموړي دغه راز د سيداباد پېښې عاملينو ته د علني محاکمې په تر سره کولو ټينګار وکړ او ويې ويل: "هيله من يو چې ولسمشر په خپلو ژمنو وفا وکړي، څو په نورو يوولسو ورځو کې له خلکو سره وويني او يادې قضيې ته لاسرسى وکړي."

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.