ژبه

په کندهار کې وسله والو دوو پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

کندهار (پژواک ۶ سلواغه ۹۴): د کندهار چارواکي وايي چې د دې ولايت په مرکز کې د وسله والو په بريد کې يو پولیس وژل شوی او بل ټپي دی.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن ماخوستن په شاوخوا اته بجو د څلورمې او پنځمې ناحيو ترمنځ قبا جومات سره نږدې رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، وسله والو په دې سیمه کې پر پولیسو بريد کړی، چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او يو بل ټپي دی.

خو يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، چې په دې پېښه کې د پوليسو د يوه قومندان په ګډون درې سرتېري وژل شوي دي.

د دې بريد مسوولیت تراوسه پورې چا په غاړه نه دی اخیستی.

login or register a new account.

ورته موضوع