ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د «مخمل خیال» په نوم هنري نندارتون جوړ شو |  لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه | د حج وزارت: زیارتي شرکتونه دې د عمرې حج لګښت کې کموالی راولي | غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه | د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده | غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي | غزني کې د زون په کچه د نیزه‌وهنې سیالۍ ترسره شوې
پروان او فراه کې لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پروان او فراه کې لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
9 Apr 2016 - 17:14
پروان او فراه کې لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
9 Apr 2016 - 17:14

 فراه – چاريکار( پژواک،٢١ ورى ٩٥ ): د فراه ولايت پرچمن ولسوالۍ کې د وسله والو کسانو کمين کې او د پروان ولايت بګرام ولسوالۍ کې د نامسوولو کسانو ترمنځ نښته کې، شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د فراه امنيه قوماندان توريالي عبدياني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پرچمن ياده پېښه، د "غنجَغِز" سيمه کې تېره ورځ رامنځ ته شوه چې په ترڅ کې يې پنځه کسان وژل شوي او بل تن ټپي شوى دى.

نوموړي زياته کړه چې دا نښته د صدرالدين او عبدالله کسانو ترمنځ پېښه شوې ده.

 نوموړي زياته کړه چې د صدرالدين په نوم يو غيرمسوول قوماندان،  غِنجَغِز سيمه کې د عبدالله په نوم  يو سيمه ييز مخور ته کمين کې ناست و چې په پايله کې عبدالله له خپلو دوو زامنو او  خپل يوه کس سره وژل شوى او د عبدالله يو بل ملګرى ټپي شوى دى.

عبدياني همداراز زياته کړه چې دې نښته کې د صدرالدين اړوند يو کس هم وژل شوى دى.

هغه وويل چې دې پېښه کې ښکېل کسان له سيمې تښتېدلي  خو پوليس يې په لټه کې دي.

 خو د عبدالله وراره محمد داوود وويل ، پرون سهار کله چې دده تره له خپلو دوو زامنو او د کليو پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروژې له دوو انجينرانو سره د يادو پروژو لپاره "غوجي" سيمې ته روان وو چې غِنجَغِز پر لار د طالبانو له کمېن سره مخ شول.

نوموړي زياته کړه چې تره يې له دوو زامنو او د ملي پيوستون پروژې له يو انجينر سره ووژل شو او بل انجينر ټپي دى، هغه وويل چې له مقابل لوري هم يو کس وژل شوى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 په ورته وخت کې د پروان ولايت بګرام ولسوالۍ چارواکي وايي چې تېره شپه د معلم روح الله نامسوولو وسله والو او د تورن په نوم کسانو تر منځ ددې ولسوالۍ اړوند "ده ملا" سيمه کې د نښتې له امله يو تن ووژل شو او درې نور ټپيان شول.

د پروان ولايت بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا ٩ بجې د معلم روح الله او تورن کسانو تر منځ نښته رامنځ ته شوه؛ معلم روح الله ووژل شو د هغه دوه کسان ټپيان شول او همداراز تورن نومى هم ژوبل شوى دى.

نوموړي له دې پرته چې ددې نښتې په اړه جزييات ورکړي، زياته يې کړه چې يادو دوو نامسوولو قوماندانانو، له پخوا څخه خپلو کې تربګني درلوده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.