ژبه

په کندهار کې دوه ملکي وګړي او ٧ وسله وال وژل شوي

کندهار ښار (پژواک، ١٩ غويى ٩٥): چارواکي وايي چې د کندهار ولايت په بېلابېلو امنيتي پېښو کې دوه ملکي وګړي او ٧ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د غويي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازديګر د ميوند ولسوالۍ د ګلان بچه په سيمه کې د سړک پر غاړه چاودنه شوې وه.

هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې پلار او زوى يې ووژل شول او يوه لور يې ټپي شوې چې د پوليسو له خوا روغتون ته لېږول شوې ده.

دى وايي چې دغه ماين د وسله والو مخالفينو له لوري ځاى پر ځاى شوى و.

بلخوا د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء درانى وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د شورابک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سرحدي پوليسو پر پوستو بريدونه کړي وو.

هغه زياته کړه چې په دغو بريدونو کې يو پوليس ټپي شوى، خو په ځوابي ډزو کې اوه وسله وال وژل شوي او د هغوى وسلې او مهمات هم پوليسو ترلاسه کړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع