کندهار (پژواک، ١٢ غبرګولى ٩٥): د کندهار چارواکو له پاکستانه دغه ولايت ته د غوښې پر را واردولو بنديز لګولی او خبر يې ورکړی چې له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وکړي.
دغه ګام تر هغه وروسته اخيستل کېږي چې دوې ورځې وړاندې له سپين بولدک څخه کندهار ته پر لاره داسې خرابې او غير معياري غوښې ونيول شوې چې له پاکستان څخه را واردې شوې وې او معلومه نه وه چې د کوم ډول څارويو دي.
د مرستيال والي عبدالعلي شمسي په مشرۍ د غبرګولي په ١٢مه بېړنۍ غونډه جوړه شوې وه چې په کې د کندهار ښاروالۍ مرستيال، د روغتيا، ګمرک، سوداګرۍ او صنايعو رياستو استازي، د قصابانو د اتحاديې مسوولينو او نورو په کې ګډون کړى وو.
شمسي وويل، له پاکستانه کندهار ته د غير معياري غوښې د را واردولو مخنيوى دې وشي.
هغه زياته کړه، د راپورونو او معلوماتو پر بنسټ معلومه شوې چې له پاکستان څخه را واردېدونکې خوښې خرابې دي او معلومه نه ده چې د کوم ډول څارويو دي.
د نوموړي په وينا، پر همدغه بنسټ له دې وروسته له ياد هېواده کندهار ته د غوښې راوړل مطلق بند دي؛ ځکه ډېرې دغه غوښې له صحي سرټيفيکټ پرته راوړل کېږي.
مرستيال والي دغه راز له قصابانو هم وغوښتل چې خپل دوکانونه د ښاروالۍ له خوا له ورکړل شوي معيار سره سم جوړ کړي او په صحي لحاظ د روغو څارويو غوښې وپلوري.
شمسي دغه راز له ښاروالۍ غوښتنه وکړه چې په پر له پسې توګه د قصابيو کنټرول وکړي او د خرابو غوښو د پېر او پلور مخنيوى وکړي.
د کندهار ښار د قصبانو اتحاديې مسوولينو او غړو ومنله چې دغه ولايت ته له پاکستان څخه غير معياري غوښې راوړل کېږي.
د دوى په خبره، دغه غوښې له قانوني لارې نه، بلکې په قاچاقي لارو راځي چې ګمرک رياست او امنيتي ارګانونه يې بايد مخنيوى وکړي.
د کندهار د ولايتي شورا غړى سيد احمد سېلاب چې څو ورځې وړاندې يې د يوه پلاوي په مشرۍ له پاکستانه د راوادېدونکو خرابې غوښې ډک موټر ونيو، پژواک اژانس ته وويل، هره ورځ د سپين بولدک ولسوالۍ له لارې داسې غوښې راوړل کېږي چې د حلالو او حرامو درک يې نه لګېږي.
هغه زياته کړه، شاوخوا ١٤ کاله کېږي چې دغه غوښې راوړل کېږي، خو چا يې د مخنيوي لپاره هيڅ اقدام نه دى کړى.
login or register a new account.