ژبه

د سپين بولدک- چمن لار نن په پنځمه ورځ هم تړلې وه

کندهار (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه٩٥): د کندهار او بلوچستان ترمنځ د سپين بولدک- چمن لويه لار نن په پنځمه ورځ هم تړلې وه چې له کبله يې عامو وګړو او سوداګرو ته درانه زيانونه اوښتي دي.

بل خوا د لارې د خلاصولو په موخه نن او پرون د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ خبرې شوې، خو دغو خبرو تر اوسه مثبته پايله نه ده لرلې.

باوري سرچينې وايي، هغه خبرې چې نن د لارې د خلاصولو پر سر د افغان او پاکستاني لوري تر منځ په چمن ښارګوټي کې تر سره شوې بې پايلې پاى ته رسېدلي دي.

د سرچينې په حواله په دغو خبرو کې د افغان لوري مشري په سپين بولدک ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو کمېسار سمونوال محمد علي داوري او د پاکستاني لوري مشري د بلوچستان ايالت د سرحدي ځواک قومندان کرنل جهانزېب کوله.

ياد شوي پاکستاني کرنل ويلي چې لار يې د پاکستان پر ضد د لاريون او د دغه هېواد د بيرغ سوځولو په غبرګون کې تړلې ده.

هغه زياتوي، د اګست مياشتې په ١٨مه د چمن اوسېدونکو د هند خلاف لاريون کړى و، خو افغانانو يې په غبرګون کې د پاکستان خلاف لاريون وکړ او د دغه هېواد بيرغ يې وسوځاوه چې دا يو پلان شوى کار و.

د ياد شوي پاکستاني چارواکي په ځواب کې په سپين بولدک ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو کمېسار سمونوال محمد علي داوري ويلي چې که لاريون د هند پر ضد و، نو د ډيورنډ کرښې په صفري برخه کې ولې کېده، دلته نه د هندوستان کوم استازى شته او نه کوم ادرس، په اصل کې لاريون د افغانستان پر ضد و.

هغه زياته کړې، د پاکستانيانو په لاريون کې د افغان مشرانو سپکاوى هم شوى دى.

د خبرو اترو افغان پلاوي ته نژدې سرچينه وايي، چې دواړو لورو پرېکړه وکړه چې د نن ورځې د خبرو جزيات به له خپلو مرکزي ادارو له مسوولينو سره شريکوي او وروسته به پرېکړه کوي.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته ومنله چې د افغان او پاکستاني لوري تر منځ د لارې د خلاصولو پر سر خبرې شوې خو د پايلو په اړه يې معلومات ور نه کړل.

ده زياته کړه، کله چې د خبرو پايله څرګنده شي، رسنيو ته به يې په واک کې ورکړي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک هم پژواک ته تاييد کړه چې نن د افغان او پاکستاني لوري تر منځ په چمن ښارګوټي کې د لارې د خلاصولو پر سر خبرې شوې، خو پايلې يې لا معلومې شوې نه دي.

login or register a new account.