ژبه

د کندهار پوليسو ١٥٠ غير قانوني پاکستاني کاريګر نيولي

کندهار (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه، ٩٥): پوليسو په کندهار کې له تېرو څو ورځو راهيسې د هغو پاکستانيو اتباعو د نيولو لړۍ پيل کړې چې دې ولايت ته د کار لپاره راغلي او دلته د اوسېدو او کار کولو قانوني اسناد نه لري.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ مسوولين وايي، تر دې مهاله يې ١٥٠ پاکستاني اتباع چې ډېرى يې د پاکستان د پنجاب ايالت اوسېدونکي دي نيولي او پر پوله يې پاکستاني لوري ته سپارلي دي.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني د وږي په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل، پوليسو د هغو پاکستانيو اتباعو د نيولو لړۍ پيل کړې چې په ناقانونه توګه دې ولايت ته راغلي دي.

هغه زياته کړه، پوليس يواځې هغه پاکستاني اتباع نيسي چې دغلته د اوسېدو او کار اړوند قانوني اسناد په لاس کې نه لري.

درانى وايي، پوليسو دغه لړۍ د امنيت د لا ټينګښت په موخه پيل کړې او تر هغه به روانه وي چې ټول غير قانوني پاکستاني اتباع ونيول شي او بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شي.

د ده په خبره، تر دې مهاله ١٥٠ تنه پاکستاني اتباع نيول شوي او په سپين بولدک کې د افغان کميسارۍ او سرحدي ځواکونو له خوا په رسمي توګه پاکستاني چارواکو ته سپارل شوي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو د هغو پاکستانيو د نيول کېدو لړۍ پيل کړې چې دغلته د اوسېدو قانوني اسناد او د کار جواز نه لري.

د ده په خبره، له دې وروسته به هغو بهرنيو اتباعو ته د راتګ اجازه نه ورکول کېږي چې قانوني اسناد نه لري.

دى وايي، د افغانستان د کار د قانون له مخې يواځې هغه بهرني اتباع دلته کار کولى شي چې له حکومت څخه يې د کار جواز اخيستى وي.

بل خوا يو شمېر سوداګر، پانګه وال او نور خلک چې په دې ولايت کې يې په بېلابېلو برخو کې پاکستاني اتباع په کار ګومارلي، د پوليسو په دې اقدام خپګان ښيي.

دوى وايي، خلکو په خپلو فابريکو، شرکتونو او کار ځايونو کې ځکه پاکستاني کارکوونکي په کار ګومارلي چې دلته د فني او تخنيکي کارکوونکو کمى دى.

يو شمېر کسان چې په کندهار کې د خښتو بټۍ لري له همدې امله د کندهار ولايتي شورا ته په شکايت ورغلي وو.

login or register a new account.

ورته موضوع