ژبه

الکوزى : حکومت دې له پاکستان سره ټولې ترانزيټي اړيکې بندې کړي

کندهار (پژواک، ٩ وږى ٩٥): د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، پاکستان د ټولو اصولو خلاف د سپين بولدک- چمن لار لا هم تړلې ساتلې چې له امله يې خلکو ته په ميليونو ډالره زيان اوښتى دى.

دوى زياتوي، که پاکستان خپلې دغې کړنې ته دوام ورکوي نو افغانستان دې په غبرګون کې د دغه هېواد ترانزيټ هم بند کړي.

په سوېل کې دغه مهمه ترانزيټي لار د روان کال د زمري مياشتې په ٢٨مه د پاکستاني لوري له خوا په دې پلمه وتړل شوه چې ګواکې افغانانو د دغه هېواد بيرغ سوځولى دى.

د لارې د خلاصولو پر سر تر دې مهاله له پاکستانيو چارواکو سره څو ځلې خبرې شوې، خو تر اوسه يې مثبتې پايلې نه دي درلودلې او نن په ديارلسمه ورځ هم دغه لار تړلې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي د وږي په ٩مه، له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، د لارې د خلاصولو په موخه له پاکستاني چارواکو سره د افغان چارواکو اړيکې او خبرې جريان لري، خو لا هم لار خلاصه شوې نه ده.

هغه زياته کړه، تر هغه ځايه چې دى معلومات لري، پاکستان د لارې د خلاصولو لپاره داسې شرطونه وړاندې کړي چې په منل کېدو سره يې د هېواد ملي حاکميت تر پوښتنې لاندې راځي.

نوموړي د دغو شرطونو په اړه معلومات ور نه کړل، خو ځينې سرچينې وايي چې پاکستان له افغان لوري غوښتنه کړې چې د بيرغ سوځولو له امله دې بښنه وغواړي او دا ضمانت دې ورکړي چې بيا به داسې پېښې نه تکرارېږي او د دې تر څنګ به هره ورځ د سپين بولدک- چمن لار د يوې رسمي پولې په توګه په رسمي پوځي مراسمو پرانېستل کېږي.

خو الکوزى وايي، د لارې د خلاصولو لپاره دوى خپل غږ تر ولسمشر، بهرنيو چارو او سوداګرۍ وزارتونو پورې رسولى او هغوى ډاډ ورکړى چې هڅه کوي له ډيپلوماټيکو لارو چارو دغې ستونزې ته د پاى ټکى کښېږدي.

نوموړى وايي، د لارې د بندېدو له امله هره ورځ سوداګرو ته ميليونونه ډالر زيان اوړي چې د هېواد اقتصاد ته لويه ضربه ده.

د ده په خبره، په داسې حال کې افغانستان دوه لارې لري چې يا خو به سوداګرو ته متبادلې لارې لټوي او يا به د هغو نړيوالو قراردادونو له مخې چې افغانستان او پاکستان يې په خپل منځ کې د تجارت په برخه کې لري، نړۍ ته د پاکستان خلاف عارض شي.

الکوزى وايي، تر دې مهاله يواځې دومره شوې چې ولسمشر سپارښتنه کړې چې هوايي شرکتونه دې مېوې د هوا له لارې متحده عربي اماراتو او هندوستان ته ولېږدوي.

ده وويل: ((دا ښه اقدام دى، خو د هغو زرګونو کانټينرونو برخليک به څنګه کېږي چې خوراکي توکي لکه غوړي، شيدې، بوره، درمل او نور ژر خرابېدونکي توکي په کې بار دي او د کرښې په هغې غاړه کې درول شوي دي.))

login or register a new account.

ورته موضوع