ژبه

په کندهار کې دوه پوليس او ١٣ وسله وال وژل شوي

کندهار (پژواک،١٠ وږى ٩٥): په کندهار ښار کې د وسله والو په غلچکي بريد کې دوه پوليس وژل شوي دي بلخوا په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ په نښتو کې ١٣ وسله وال وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

پر پوليسو د غلچکي بريد پېښه نن (د وږي ۱۰ مه) غرمه ١١ بجې د کندهار ښار په لومړۍ ناحيه کې شوې ده.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء دراني د وږی په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو د کندهار ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د توپخانې په سيمه کې پر ګزمه او تالاشۍ بوخت وو چې وسله والو د شا له لوري ورباندې بريد کړى دى.

هغه زياته کړه، د وسله والو په ډزو کې يو پوليس وژل شوى او بل ټپي دی او بريد کوونکي تښتېدلي دي.

خو ده وويل چې پوليسو د بريد کوونکو لټون پيل کړى دى.

د کندهار د ميرويس روغتون ډاکټران وايي چې دوى ته د يوه پوليس جسد او يو پوليس په ټپي حالت کې ور وړل شوي چې ټپي پوليس د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

بلخوا په ميانشين ولسوالۍ کې تېره شپه د پوليسو او وسله والو مخالفينو تر منځ په جګړه کې ٩ وسله وال وژل شوي او ١٢ نور ټپيان شوي دي.

درانى وايي، پوليسو معلومات ترلاسه کړي وو چې وسله وال مخالفين غواړي له تيارې په ګټې اخيستو پر يو وخت پر څو امنيتي پوستو بريد ترسره کړي چې په همدغه بنسټ يې ورته پوره تدابير نيولي وو.

دى زياتوي، وسله والو تېره شپه ٩ بجې پر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړل خو دا چې پوليسو پوره چمتووالى درلود، د دوى له چټک غبرګون سره مخ شول.

د ده په خبره، د دواړو لورو تر منځ جګړې څو ساعته وخت ونيو چې په پايله کې يې نهه وسله وال ووژل شول او ١٢ نور ټپيان شول.

دى وايي، د وسله والو مړي له وسلو او چاوېدونکو توکو سره د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.

ده دا هم وويل چې په دې جګړه کې پوليسو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

login or register a new account.