کندهار (پژواک، ٢٨ وږى ٩٥): د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر ټونس موټر د ماين چاودنه شوې او په کې ناست دوه کسان وژل شوي دي.
پېښه نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د دې ولسوالۍ په اندړانو سيمه کې رامنځته شوې ده.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، د ملکي وګړو ټونس موټر له ښاره شاوليکوټ ته روان و چې د ولسوالۍ مرکز ته نژدې د اندړانو په سيمه کې د سړک غاړې پر ماين وخوت.
ده زياته کړه، د چاودنې له امله په ټونس کې ناست دواړه ملکي وګړي وژل شوي او موټر يې په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.
دى وايي، دغه ماين د وسله والو مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى شوى و.
دغه راز تېره د همدې ولسوالۍ په سياه سنګ سيمه کې د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه شوې چې پر مهال يې ٢ تنه وسله وال وژل شوي دي.
د کندهار د امنيې قومندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه يوې ډلې وسله والو د يادې ولسوالۍ د سياه سنګ پر امنيتي پوستې بريد وکړ چې د امنيتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شو.
دى زياتوي، د دواړو لورو تر منځ جګړې يو ساعت دوام کړى چې پر مهال يې دوه تنه وسله وال وژل شوي او جسدونه يې د جګړې په ډګر کې له يوې اندازې چاودېدونکو توکو سره پاتې شوي.
د ده په خبره، د دوو تنو له وژل کېدو وروسته وسله والو جګړه بس کړې او سيمه يې پرې ايښې ده.
خو وسله وال طالبان ادعا کوي چې د شاوليکوټ ولسوالۍ په شاترين سيمه کې يې له پوليسو څخه دوه پوستې نيولې دي.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي، وسله والو طالبانو د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي چې پر مهال يې دوه پوستې نيولي، ١٢ پوليس يې وژلي، ١٤ ميله وسلې او يو د شپې دوربين يې نيولي او د ټکر په نوم يو قومندان او دوه پوليس دوى ته تسليم شوي دي.
نوموړى دغه راز ادعا کوي چې په خاکرېز ولسوالۍ کې يې هم د شترګردن سيمې اړوند د پوليسو پوسته او قرارګاه نيولې چې له تېرو څو ورځو راهيسې د هغوى تر محاصرې لاندې وه.
login or register a new account.