کندهار( پژواک، ١٦ تله ٩٥): چارواکي وايي، وسله والو مخالفينو د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو بريدونه کړي چې پر مهال يې درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
خو وسله وال طالبان بيا په دغو بريدونو کې د ګڼ شمېر دولتي سرتېرو د وژل کېدو او د دغو ځواکونو د يو کنډک د نيولو ادعا کوي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه ګڼ شمېر وسله والو مخالفينو د ميوند ولسوالۍ د ښامير کلا اړوند د چشمو په سيمو کې د ملي اردو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
هغه زياته کړه، د دواړو لورو تر منځ څو ساعته جګړه شوې چې په پايله کې يې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
دى وايي، په دې جګړه کې وسله والو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې نه ده معلومه، ځکه هغوى د شپې په تياره کې خپل مړي او ټپيان لېږدولي دي.
خو وسله وال طالبان ادعا کوي چې د ميوند ولسوالۍ په سپين مانده سيمه کې يې د ملي اردو يو کنډک نيولى او لسګونو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې ډلې وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي، طالبانو په دې سيمه کې له څلور ساعته جګړې وروسته د دولتي ځواکونو يو کنډک نيولى او لسګونه سرتېري يې وژلي چې د ٢١ تنو مړي يې د جګړې پر ډګر پاتې دي.
هغه وايي چې طالبانو د جګړې په پايله کې يو ټانک، پنځه موټر او يوه اندازه وسلې هم نيولي دي او له هغو ځواکونو سره يې هم جګړه کړې چې له ولسوالۍ څخه د سرتېرو مرستې ته ور روان وو.
امنيتي چارواکي د وسله والو دغه څرګندونې نه مني.
د کندهار په ګاونډ کې په هلمند او اروزګان ولايتونو کې د جګړو تر پراخېدو وروسته د کندهار په هغو ولسواليو کې چې دغو ولايتونو ته ورڅېرمه دي، جګړو او پر امنيتي پوستو بريدونو زور اخيستى دى.
login or register a new account.