Language

د کندهار په نېښ ولسوالۍ کې په دويمه ورځ هم جګړه روانه ده

کندهار ښار (پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٥): د کندهار ولايت په نېش ولسوالۍ کې نن په دويمه ورځ هم د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده او دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سيمې خلک وايي، لسګونه وسله وال له وړمې شپې راهيسې له غورک ولسوالۍ او د اروزګان له مرکز ترينکوټ څخه دې ولسوالۍ ته راغلي او د پوليسو پر امنيتي پوستو يې بريدونه کړي دي.

ډېره جګړه د دې ولسوالۍ په حاجي علم، شهرک، شنه کارېز او يو شمېر نورو سيمو کې شوې چې د ځايي اوسېدونکو په وينا يو شمېر امنيتي پوستې وسله والو نيولې دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي دا هم وايي چې پوليسو له وسله والو سره په جګړه کې سخت مقاومت کړى، خو پر وخت نوره مرسته نه ده ورته رسېدلې.

د سيمې د اوسېدونکو په وينا، وسله وال مخالفين د خلکو په کورونو او کليو کې ځاى پر ځاى شوي او اوس جګړه په شينکيانو کلي کې روانه ده چې د دې ولسوالۍ د مرکز په يو کيلومترۍ کې پرته ده.

د ځايي سرچينو په وينا، تر دې مهاله په جګړه کې د وسله والو تر څنګ شاوخوا ٤٠ پوليسو وژل شوي، خو دغه شمېره رسمي سرچينو تاييد کړې نه ده.

له تېرې شپې راهيسې په دې ولسوالۍ کې مخابراتي شبکې هم کار نه کوي او د وروستي وضعيت په اړه دقيق معلومات نه شي تر لاسه کېداى.

خو د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې نېش ولسوالۍ ته د ملي اردو او پوليسو کومکي ځواکونه رسېدلي او د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې يې عمليات پيل کړي دي.

نوموړي دا اوازې هم رد کړې چې ګواکې ولسوالي له سقوط سره مخ ده.

ده زياته کړه، امنيتي ځواکونو د وسله والو د بريدونو پر وړاندې سخت مقاومت کړى او وسله والو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

دى وايي، تر دې مهاله تر ٢٠ ډېره وسله وال وژل شوي او دغه راز ٦ پوليس وژل شوي او ٤ نور ټپيان شوي دي.

نوموړي د وسله والو له خوا د امنيتي پوستو د نيول کېدو خبر رد کړ او ويې ويل د امنيتي پوستو د تقويې لپاره يې يو شمېر پوستې له يوه ځايه بل ته انتقال شوي دي.

login or register a new account.