Language

د کندهار هوايي ډګر د پېښې کورنۍ له حکومت څخه د قاتلانو د نيول کېدو او مرستې په هيله دي

کندهار (پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٥): د کندهار هوايي ډګر د هغو ۵ تنو ښځینه کارکوونکو په کورونو کې لا هم ویر خپور دی، چې درې ورځې وړاندې په یوه وسله وال برید کې له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای ووژل شوې.

دغو مېرمنو د کندهار هوايي ډګر په ملکي ټرمینل کې د تالاشۍ دنده پر غاړه لرله او د ليندۍ په ۲۷مه د سهار شاوخوا شپږ بجې خپلو دندو ته پر لاره وې چې د کندهار ښار اړوند د څلورمې امنیتي حوزې په ساحه کې یې د سورلۍ ټونس موټر د دوو وسله والو له خوا ودرول شو او ډزې ورباندې وشوې.

په دغه برید کې د نجلا نیاز، شفیقې رسولي، شیما جعفري، اصیلې او فریدې په نومونو پنځه مېرمنې او د هغوی موټر چلوونکی ولي محمد ځای پر ځای ووژل شول.

له دې پېښې درې ورځې تېرېږي، خو لا هم د وژل شوو مېرمنو د کورنيو غړي په ویر ناست دي او په دې تمه دي چې حکومت به قاتلان نیسي، قانون ته به یې سپاري او تر څنګ به یې د دوی لاسنیوی کوي.

په وژل شوو مېرمنو کې یوه هم د نجلا په نوم ۲۶ کلنه مېرمن وه چې خاوند او څلور تنکي اولادونه (دوې لوڼې او دوه زامن) یې تر شا پرېښودل.

د یادې شوې مېرمنې خور ګلالۍ له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، خور یې نجلا د کندهار د زرغونې انا له لېسې فارغه شوې وه، وروسته یې د قابلګي په برخه کې زده کړې بشپړې کړې وې، خو د ډېر غربت له امله اړه شوې وه د کندهار هوايي ډګر په ملکي ټرمینل کې د ښځینه مسافرینو د تالاشي په برخه کې دنده تر سره کړي.

هغې د اوښکو او ژړا په بدرګه زیاته کړه، نجلا ډېره دینداره مېرمن وه، ان چې وژل کېدله هم، نو په لاس کې یې تسبیح وې، خو ظالمانو هغه له خپلو څلورونو نورو همکارانو سره یو ځای په ډېر وحشت ووژله.

د دې په خبره، نجلا دې دومره سخت کار ته- چې هره ورځ به سهار وختي خپلې دندې ته تلله- یواځې او یواځې د خپلو اولادونو په خاطر اوږه ورکړې وه، د هغې لوی ارمان دا و چې اولادونه یې په تن پټ وي، په خېټه ماړه وي او په ښه توګه زده کړې وکړای شي.

 د ګلالۍ ژړا دا مهال نوره هم ډېره شوه او له څو شېبو سکوت وروسته یې وویل: ((ظالمانو د هغې ټول ارمانونه خاورې کړل، هغه یې له خپلو ګلالیو ماشومانو د تل لپاره جلا کړه، دا اوس د حکومت دنده چې د هغې نیمګړي ارمانونه پوره کړي، اولادونو ته یې د ښه ژوند او د زده کړې زمینه برابره کړي.))

دې زیاته کړه، د نجلا وژل د هغې خاوند لېونی کړی او ټوله ورځ یې پر قبر ژاړي، تنکي ماشومان په ژړا ژړا د خپلې مور غوښتنه کوي، خو هغوی هيڅ هم نه شي کولای.

دا وايي، یو شمېر چارواکي د غم شریکۍ لپاره ورغلي، یوه انداره نقدي او د خوراکي توکو مرسته یې ورسره کړې ده.

نوموړې له امنیتي مسوولینو غوښتنه کوي چې د خور او د هغې د همکارانو قاتلان ونیسي، قانون ته یې وسپاري او داسې سخته سزا ورکړي چې بیا څوک هم پر ښځینه وو ان د لاس پورته کولو جرئت هم و نه کړي، ځکه ښځې هم د نارینه وو په څېر د زده کړې او کار کولو حق لري او دا حق خدای (ج) دوی ته ورکړی دی.

login or register a new account.

Related Topics