کندهار (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٥): د کندهار مرستيال والي وايي، دا چې وسله والو په دې وروستیو کې ماتې خوړلې، په کندهار ښار کې یې د بې ګناه ملکي وګړو پر وژلو پيل کړی دی.
خو مرستيال والي عبدالعلي شمسي خبرداری ورکړ چې له وسله والو به د بې ګناه ښځو او نارینه وو د وژل کېدو غچ اخلي.
نوموړي دغه څرګندونې د ولایت مقام په اونیزه امنیتي غونډه کې وکړې چې د بېلابېلو امنیتي ارګانونو مسوولینو هم په کې ګډون کړی وو.
شمسي وويل، وسله والو له هغه وروسته په کندهار ښار کې د بې ګناه ښځو او خلکو وژلو ته مخه کړه چې په نېښ ولسوالۍ کې یې له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ماتې وخوړه.
هغه زیاته کړه، وسله وال دې دا نه هېروي چې د بې ګناه مېرمنو او نارینه وو د وژل کېدو بدل به ورڅخه واخیستل شي.
د مرستیال والي اشاره د پنځو مېرمنو او یوه نارینه د وژل کېدو هغې پېښې ته وه چې څلور ورځې وړاندې د لېندۍ په ۲۷مه د سهار شاوخوا شپږ بجې خپلو دندو ته پر لاره وې او د کندهار ښار اړوند د ۴مې امنیتي حوزې په ساحه کې یې د سورلۍ ټونس موټر د دوو وسله والو له خوا ودرول شو او ډزې ورباندې وشوې.
په غونډه کې د یادې پېښې قربانیانو ته دعا وشوه او ډاډ یې ورکړ چې د پیښې څېړنه په جدیت روانه ده او ډېر ژر به يې عاملین ونیول شي.
هغه ټینګار وکړ چې مېرمنې دې خپلو زده کړو او ورځینو دندو ته دوام ورکړي او امنیتي ځواکونه به یې امنیت ساتلو ته جدي پاملرنه کوي.
شمسي د ملي اردو او ملي پولیسو لیکو ته د ځوانانو پر جلب او جذب هم خبرې وکړې او وې ویل، د کندهار ښار او ولسوالیو اوسېدونکي لېوال دي چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دندې ترسره کړي.
نوموړي د دې تر څنګ يوې بلې موضوع ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، د لومړي ځل لپاره د کندهار په لوی زندان کې بندیانو ته د روزنې زمینه برابره شوې، کله چې هغوی له زندانه خوشي کېږي کولای شي لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.
د کندهار د ملي امنیت ریاست استازي په دې غونډه کې وویل چې له تېرې ورځې راهیسې یې د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې عملیات کړي او ۱۹ تنه یې له وسله والو مخالفینو سره په تړاو نیولي دي.
هغه دغه راز وویل چې د روانې اوونۍ په اوږدو کې یې هم ۷ توسله وال له ۳۰ لاسي بمونو، یوه کلاشينکوف، یوې تومانچې او دوه سوه زره پاکستانيو کلدارو سره نیولي دي.
login or register a new account.