کندهار (پژواک، ٥ مرغومى ٩٥): د ترانسپورټي شرکتونو د کار بندیز له امله په کندهار کې سلګونه مسافر چې ناروغان، ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي او غواړي کابل، هرات او نورو ولایتونو ته سفر وکړي، بند پاتې دي.
ترانسپورټي شرکتونو له کندهاره کابل او هرات ته د خپلو مسافر وړونکو موټرونو فعالیت درولی او له حکومت څخه د لارې د جوړېدو، د وسله والو ډلو له خوا د موټر چلوونکو د ځورولو او غلاوو مخنيوی غواړي.
دغه کاربندیز له تېرې جمعې ورځې راهیسې له هغه وروسته پیل شوی، چې د هرات ولایتي شورا په دې ولایت کې د یوه مسافر وړونکي شرکت فعالیت له یوې ترافیکي پېښې وروسته وځنډاوه.
نن په کندهار کې هم د کابل- هرات پر لویه لاره د دامان ولسوالۍ په مړوندۍ مانده سیمه کې د ترانسپورټي شرکتونو مسوولینو لار د احتجاج په توګه وتړله.
خو د ترانسپورټي شرکتونو د کاربندیز له امله سلګونه مسافر چې ډېری یې د نورو ولایتونو څخه راغلي او غواړي کابل، هرات او نورو ولایتونو ته سفر وکړي، له سختو ستونزو سره مخامخ دي.
منیر احمد د ميدان وردګو ولایت اوسېدونکی دی چې له خپلې کورنۍ سره څو ورځې مخکې کندهار ته راغلی او اوس غواړي بېرته خپل ولایت ته لاړ شي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن څوومه ورځ ده چې اډې ته راځي، څو بېرته خپل ولایت ته لاړ شي، خو موټر نه پیدا کېږي.
دی وايي، د لويو مسافر وړونکو موټرونو شرکتونو د کوچنيو موټرونو د تګ راتګ مخه هم نیولې او هغوی ته هم اجازه نه ورکوي چې سورلۍ یوسي.
د ده په خبره، دا چې د شرکتونو مسوولینو له حکومت څخه د لارې د جوړېدو غوښتنه کوي، نو لار خو په یوه ورځ نه جوړېږي، په کار ده هغوی د خلکو د ستونزو په خاطر نور خپل اعتصاب پای ته ورسوي.
عبدالغني د کندوز ولایت اوسېدونکی دی، نوموړی وايي څه موده مخکې له خپلو ملګرو سره ایران ته د مزدورۍ لپاره تللی و، خو هلته ونیول شول او له بندي کېدو وروسته بېرته د افغانستان خاورې ته را واړول شول.
دغه مسافر پژواک اژانس ته وویل، کندهار ته یې په یو ډول ځانونه را ورسول، غواړي بېرته خپلو ولایتونو ته ستانه شي، خو همدلته بند پاتې دي.
هغه چې په څېره کې یې ستړیا او مایوسي له ورایه ښکارېده، وویل، نور یې پیسې هم خلاصې شوي، ان د خوراک لپاره هم پیسې نه لري، په هوټل کې اوسېدا خو لیرې خبره ده.
login or register a new account.