Language

د کندهار والي: د ولس مرسته د حکومت بقا تضمينوي

کندهار (پژواک،١٣مرغومى٩٥): د کندهار والي وايي، تر هغه چې حکومت او ملت لاسونه سره یو نه کړي، د روانو بدمرغیو مخنیوي ناشونی دی.

هغه زیاته کړه، هیڅ حکومت د خلکو له مرستې او ملاتړ پرته مشروعیت نه شي تر لاسه کولای، له همدې امله د ولس مرسته او ملاتړ هغه بنسټیزې ستنې دي چې حکومت ته مشروعیت ورکوي او بقا یې تضمینوي.

بل خوا د کندهار د ولسوالیو قومي مخور وايي، تل یې د نظام ملاتړ کړی، خو حکومت دې په ولسوالیو کې خدماتو وړاندې کولو ته پاملرنه ډېره کړي.

دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وشوې چې د ولایت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په غونډه کې د والي تر څنګ د ولسوالیو قومي مشرانو او د دولتي ادارو مسوولینو ګډون کړی وو.

د غونډې موخه د ستونزو شریکول او له حکومت څخه ملاتړ و.

د کندهار د والي محمد همایون عزیزي وویل، لکه څنګه چې حکومت مسوولیتونه لري، دغسې خلک هم په خپلو خپلو ساحو کې مسوولیتونه لري چې باید ترسره یې کړي.

هغه زیاته کړه، د خلکو له مرستې او ملاتړ پرته هیڅ حکومت مشروعیت نه شي تر لاسه کولای، د ولس مرسته او ملاتړ د حکومت د مشروعیت او بقا بنسټیزې ستنې دي.

نوموړي یادونه وکړه چې د تېرو ۳۷ کلونو ناخوالو له تجربو جوتېږي، تر هغه چې حکومت او ملت لاسونه سره یو نه کړي، د بدمرغیو مخنیوی ناشونی دی.

د ده په خبره، د یوه منظم، قوي او ملي نظام په نشتوالي کې نه سوله راتلای شي او نه په علمي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې پرمختګ ممکن دی، له همدې امله لازمه ده چې خلک د خپل نظام ملاتړ وکړي او د پیاوړتیا لپاره یې پراخې هڅې وکړي.

والي د محمد ظاهر شاه او د محمد داوود خان د واکمنیو بېلګې وړاندې کړې چې هغه مهال هم افغانستان یو فقیر هېواد و، خو امنیت و او په بېلابېلو برخو کې پرمختګ کېده، چې لامل یې د خلکو پراخ ملاتړ و.

ده وويل، همدا اوس هم د هېواد په هغو سیمو کې چې خلک له حکومت سره همکار دي، د نورو سیمو په پرتله په کې امنیت ښه دی.

نوموړي له قومي مخورو او ديني عالمانو وغوښتل چې په خپلو سیمو کې دې هېچا ته د مداخلې او ورانکارۍ اجازه نه ورکوي او په دې توګه دې خپل او د خپلو اولادونو ژوند له خطر سره نه مخ کوي.

login or register a new account.

Related Topics