ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د واکسين پروګرام د پوښښ ساحه د روزنې له ډېرېدو سره پراخېږي

د واکسين پروګرام د پوښښ ساحه د روزنې له ډېرېدو سره پراخېږي

author avatar
3 Jan 2017 - 13:49
د واکسين پروګرام د پوښښ ساحه د روزنې له ډېرېدو سره پراخېږي
author avatar
3 Jan 2017 - 13:49

کابل (پژواک، ١٣مرغومى ٩٥): يوه سروې ښيي چې افغانستان کې له هرو پنځو ماشومانو دوه هغه د واکسين پوښښ پروګرام کې نيول کېږي، خو کېداى شي چې دا سلنه د روزنې په ځانګړي ډول د مېرمنو د روزنې او د خلکو د اقتصادي حالت له ښه کېدو سره لوړه شي.

دا د افغانستان د روغتيا او دموګرافۍ سروې موندنې دي چې په ١٣٩٤ کال کې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د مرکزي احصايې ادارې له لوري، د امريکا متحده ايالاتو د نړيوالې پراختيايي ادارې په مالي مرسته او د روغتيا او ديموګرافي سروې ګانې نړيوال پروګرام په تخنيکي همکارۍ، د افغانستان په ٣٣ ولايتونو کې ترسره شوې ده.

دا سروې تېر کال د غبرګولي له ٢٦مې د کب تر څلورمې نېټې پورې، له ٢٩٤٦١ مېړوښو ښځو سره چې له ١٥ تر ٤٩ کلونو عمر لري او له ورته عمر لرونکو ١٠٦٧٠ ودګني نارينه وو سره د مرکې پر بنست شوې، دغه معلومات (د ماشوم روغتيايي کارت او د ميندو شفاهي راپور) له لارې را ټول شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د نري رنځ، ديفتري، تور ټوخي، تيتانوس، د ماشومانو ګوزڼ، شري، تور زېړي او سينه بغل واکسين ماشومانو ته پلي کېږي او د کتلوري معافيت پروګرام کې شامل دي.

د عامې روغتيا وزارت د کتلوري معافيت رياست د اړيکو مسوول ډاکټر ګلاخان ايوب وويل، که چېرته و اکسين پلی نه شي، کېداى شي چې دا ټولې ناروغۍ د هېواد لپاره ستونزې رامنځته کړي، خو اوسمهال تر ډېره سينه- بغل د ماشومانو لپاره ستره ننګونه ده.

هغه د جزئياتو له ورکړې پرته وويل چې له سينه- بغل نه په افغانستان کې د ماشومانو مړينه زياته شوې ده.

خو د روغتيا نړيوال سازمان له لوري وړاندې شوې شمېرې هم څرګندوي چې زيات ماشومان د حادو تنفسي ناروغيو او اسهالاتو په سبب مري.

ايوب وويل، ټاکل شوې چې ډېر ژر د اسهال واکسين هم په کلتوري معافيت پروګرام کې شامل شي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، له پنځو کلونو د ټیټ عمر لرونکو ماشومانو شمېر چې بايد د واکسين پروګرام تر پوښښ لاندې ونيول شي، شاوخوا ٩ ميليونه کسانو ته رسېږي.

خو د افغانستان د روغتيا او ديموګرافي ادارې د ١٣٩٤ کال سروې څرګندوي چې په هېواد کې په منځني ډول نږدې ٤٣ سلنه ماشومان تر کتلوي معافيت پروګرام لاندې نيسي.

دا سلنه په ځينو ولايتونونو کې په لوړه کچه ده، خو په ځينو لايتونو کې ټيټه ده.

 

دا سروې د امنيتي ستونزو له امله د زابل ولايت په ولسواليو کې نه ده ترسره شوې او په همدغه سبب د سروې پايلې چې د دغه ولايت په مرکز کې ترسره شوې، په سروې کې نه دي شاملې شوې.

د سروې پايلې څرګندوي چې په پکتيکا، بدخشان او ميدان وردګو ولايتونو کې له هرو لسو ماشومانو اووه کسان، خو په اروزګان او پکتيا کې له هرو لسو ماشومانو دوه تنه او په نورستان کې د واکسين شوو ماشومانو شمېره له يو سلنې کمه ده.

د عامې روغتيا وزارت د کتلوي معافيت ادارې د اړيکو مسوول ډاکټر ګلاجان ايوب په دې برخه کې د خلکو د عامه پوهاوي کچه ډېره اغېزناکه وبلله.

هغه په پکتيکا کې د واکسين شوو ماشومان د لوړې سلنې په اړه وويل: ((کوم معلومات چې زه يې لرم او پکتيکا تللى يم، په دې ولايت کې ډېرى داسې دي چې بهر يې ليدلى، د واکسين د اهميت په اړه يې د پوهاوي کچه لوړه شوې ده، ممکن چې همدا عمده لامل وي.))

نوموړي زياته کړه چې د دغه ولايت اکثره اوسېدونکي د کاروبار لپاره عربي هېوادونو لکه متحده امارات، سعودي عربستان او نورو هېوادونو ته ځي.

دا په داسې حال کې ده چې ځيني هېوادونه د بهرنيو وګړو د ورتګ پر مهال د واکسين کارت چک کوي.

د پکتيکا ولايت د مرکز ښرنې اوسېدونکي او په دغه ولايت کې يوه مدني فعال پيروزخان هم وويل چې په پکتيکا کې د واکسين د پلي کېدو د لوړې کچې يو لامل هم دا دى چې د دغه ولايت ګڼ خلک د خپلو ماشومانو د واکسين لېوال دي او په دې برخه کې هېڅ ناغېړي نه کوي.

د هغه په خبره، د دې چارې لامل دا دى چې د واکسين د اهميت په اړه په دغه ولايت کې د جوماتونو، رسنيو او روغتيايي مبلغينو له لوري د عامه پوهاوي پروګرامونه شته او په دې وروستيو کې زيات شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت د کلتوي معافيت رياست وياند وويل چې د واکسين د اهميت په اړه د عامه پوهاوي د ورکړې پروګرامونو له پراخېدو سره د دې برخې لګښت له ٢٠٠٣ کال راهيسې کال په کال زيات شوى دى.

د هغه په خبره، په روان مالي کال کې چې د ليندۍ په وروستۍ نېټه پاى ته رسېږي، په ټوليز ډول پنځه عشاريه دوه ميليون ډالر د واکسين د لګښت په برخه کې لګول شوي دي.

هغه زياته کړه چې د دې پيسو لس سلنه د عامه پوهاوي په برخه کې لګول شوې دي.

خو د کتلوي معافيت رياست د اړيکو مسوول په نورستان کې له يو سلنې نه د کمو ماشومانو د واکسين د اندازې په اړه وويل چې د عامه پوهاوي ډېرى پروګرامونه د رسنيو له لارې په داسې حال کې په پښتو او دري ژبو خپرېږي چې د نورستان ګڼ اوسېدونکي په نورستاني ژبه خبرې کوي.

د هغه په خبره، دا ستونزه په نورستان ولايت کې د واکسين شوو ماشومانو د ټيټې اندازې له لاملونو څخه ګڼل کېږي.

نوموړي زياته کړه چې د عامې روغتيا وزارت، د روغتيا په ځانګړي ډول واکسين په اړه په نورستاني ژبه روغتيايي پيغامونه چمتو کړي، خو د مالي امکاناتو د نشتوالي له امله تر اوسه نه دي چاپ شوي.

خو هغه زياته کړه چې دغه وزارت هڅه کوي چې د رسنيو له لارې په نورستاني ژبه د پيغامونو خپرېدو او پوسټرونو د چاپ لپاره اړين امکانات ترلاسه کړي.

نوموړي په نورستان کې د واکسين شوو ماشومانو د ټيټې درجې د نورو لاملونو په اړه وويل: ((کله کله په ولايتونو کې خپله له مرکزونو ليدنه کوم، په نورستان ولايت کې د داسې صحنو شاهد وم چې ځينی خلک له پېچکارۍ ډارېږي. داسې مور مې هم وليده چې خپل ماشوم يې يو ځل واکسين کړى و، خو کله يې چې تبه شوه بيا حاضره نه وه چې ماشوم واکسين کړي، ويل يې چې واکسين يې ماشوم له منځه وړي.))

د سروې پايلې څرګندوي چې د ميندو د روزنې کچه او تر يوې کچې د کورنيو اقتصادي وضعيت هم په دې برخه کې موثر دى.

روزنه

د سروې شمېرې ښيي چې له هرو شلو ماشومانو ٩ يې چې مورګانې يې بې سواده دي، ١١ ماشومان چې مورګانې يې لومړنۍ زده کړې لري، ١٢ ماشومان چې مورګانې يې ثانوي زده کړې لري او ١٣ چې مورګانې يې له ثانوي لوړې زده کړې لري، واکسين شوي دي.

 

ډاکټر ايوب وويل، هغه ميندې چې سواد لري او يا يې تحصيلي سويه لوړ ده، د هغو ميندو په اړه چې سواد نه لري او د تحصيل سويه يې ټيټه ده، تر ډېره د واکسين اهميت درک کولى شي او له همدې امله د هغو ماشومانو د پوښښ سلنه چې میندې یې لوستې دي، د هغو ميندو د ماشومانو په پرتله چې سواد نه لري، نږدې ٢٣سلنه لوړه ده.

د خوست ولايت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د يوه ښوونځي ښوونکې انيسه چې د واکسين د پوښښ کچه يې په دغه ولايت کې ٢٧ سلنه ده، هم ورته نظر لري او وايي، کومې مېرمنې چې په دغه ولايت کې يې پېژني او نالوستې دي، وايي چې واکسين کومه ګټه نه لري.

د هغې په خبره، ځينې نالوستې مېرمنې چې کله يو ماشوم واکسين کړي او تبه وکړي، نور نو خپل ماشوم ته واکسين نه ورکوي او باور لري چې واکسين د ماشوم د ناروغۍ سبب ګرځي.

خو هغې زياته کړه، دا چې خپله د واکسين اهميت درک کوي، پوهېږي چې که چېرته ماشوم له واکسين وروسته عادي تبه ولري، کومه ستونزه نه ده، خپل ماشومان روغتيايي مرکزونو ته بیايي، څو خپل ټول واکسين وکړي.

انيسې وويل: ((له بده مرغه چې کله کله په ځينو روغتيايي مرکزونو کې روغتيايي کارکوونکي نه وي او يا واکسين نه لري، خو له دې ټولو ستونزو سره مو کوښښ کړى چې خپل ماشومان په منظم ډول واکسين کړو.))

اقتصادي وضعيت

ډاکټر ايوب وويل چې دولت د واکسين په برخه کې د بوديجې له کمښت سره مخ نه دی، خو د کورنيو اقتصادي وضعيت تر يوې اندازې پورې په دې برخه کې تاثير کړى دى.

خو د سروې شمېرې هم څرګندوي چې د واکسين شوو ماشومانو په سلنه کې د ماشومانو تر منځ هغه کورنۍ کمې دي چې کمزورى اقتصاد لري.

د سروې پايلې څرګندوي چې له هرو پنځو کسانو دوه کسان له بېوزلو او درې هم له شتمنو کورنيو واکسين شوي دي.

ډاکټر ايوب وويل چې د هېواد په ټولو سيمو کې روغتيايي مرکزونه نشته، له همدې امله د ځينو سيمو اوسېدونکي اړ دي چې روغتيايي مرکزونو ته تر رسېدو پورې اوږده واټونونه ووهي.

د هغه په خبره، بېوزلې کورنۍ چې له روغتيايي مرکزونو په لرو ساحو کې ژوند کوي، د دې توان نه لري چې روغتيايي مرکزونو ته د خپلو ماشومانو د وړلو کرايه ورکړي، خو شتمنې کورنۍ بيا کولى شي چې خپل ماشومان ډېرو لرو روغتيايي مرکزونو ته هم ولېږدوي.

د نورستان ولايت د واکسين برخې مشر سيد حبيب هم د واکسين په پوښښ کې اقتصادي وضعيت اغېزناک بولي.

هغه وويل چې د نورستان ګڼ شمېر اوسېدونکي د دې توان نه لري چې روغتيايي مرکزونو ته د خپلو ماشومانو د وړلو کرايه ورکړي، په ځينو سيمو کې بيا د سوداګريزو معاملاتو پر مهال د پيسو پر ځاى جنس اخلي.

هغه زياته کړه چې په هره ولسوالۍ کې روغتيايي مرکزونه شته، خو ځينې يې له کلو تر ٢٢ کيلومتره واټن لري او ځيني کلي د سړک او ترانسپورټ اسانتياوې هم نه لري.

په ١٣٩٢ لمريز کال کې د پژواک خبري اژانس يو څېړنيز راپور څرګندوي چې د ځينو سيمو اوسېدونکي د تودوخي پر مهال تر روغتيايي مرکزونو پورې لسګونه کيلومتره پلى مزل کوي، خو په يخنۍ کې بيا د لارو د بندښت له امله له روغتيايي خدمتونو محروم دي.

د عامې روغتيا وزارت د خپرونو مشر محمد اسماعيل کاووسي، د روغتيايي مرکزونو د کمښت خبره ومنله، خو ويې ويل چې په ١٣٩٢ لمريز کال کې د هېواد په کچه ۲۰۵۰ روغتيايي مرکزونو فعاليت درلود او اوسمهال يې شمېر ٢٣٠٠ مرکزونو ته رسېدلی دی.

د هغه په خبره، د نورو روغتيايي مرکزونو د جوړېدو لپاره هم هڅې روانې دي او ټاکل شوې چې په شپږو راتلونکو مياشتو کې ٣٠٠ نور روغتيايي مرکزونه چې روغتونونه، اساسي روغتيايي مرکزونه، روغتیايي جامع مرکزونه او روغتيايي پوستې په کې دي، په هېواد کې جوړېږي.

د روغتيا نړيوال سازمان د وړاندې کړو شمېرو له مخې، تر پنځو کلونو د ټيټ عمر لرونکو ماشومان په مړينه کې د ٢٠٠٠ کال په پرتله د پام وړ کمښت راغلى، خو لا هم د هېواد په کچه د پېښو او د هغو ناروغيو له امله چې مخنيوى يې ممکن دى، له پنځو کلونو د ټيټ عمرو ماشومانو له زرو څخه ١٨٥ تنه مري.

د روغتيا نړيوال سازمان شمېرې هم څرګندوي چې تېر کال په افغانستان کې د شري ١١٥٤، د تور ټوخي ٤٣٢، د ماشومانو د ګوزڼ ٢٠، د تيتانوس ٧٤ او د روبيلا ٥٩ پېښې ثبت شوې وې.

د عامې روغتيا وزارت د کلتوري معافيت رياست د اړيکو مسوول وويل چې روبيلا د شري په څېر يوه ناروغي ده، خو جنين پرې د مور په ګېده کې اخته کېږي.

هغه زياته کړه، ټاکل شوې چې ډېر ژر به د دې ناروغۍ واکسين هم د ميندو لپاره د روغتيا وزارت د کتلوي معافيت پروګرام کې شامل شي.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.