کندهار (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٥): د کندهار د امنیتي ادارو مسوولین شکایت کوي چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه یې غوښتنو او وړاندیزونو ته ځواب نه وايي په داسې حال کې چې دغه ادارې اکمالاتو او تجهیزاتو ته سخته اړتیا لري.
بل خوا د کندهار والي ګواښ کوي، که حالت همداسې دوام وکړي او یاد شوي وزارتونه دغلته مېشتې امنیتي ادارې اکمال او تجهیز نه کړي، نو له مجبورۍ به اړوند مسایل له رسنیو سره شریک کړي.
دغه څرګندونې د مرغومي په ١٥مه، د ولایت مقام په اوونیزه امنیتي غونډه کې وشوې چې د کندهار د والي ډاکټر محمد همایون عزیزي تر څنګ په کې د بېلابېلو امنیتي ارګانونو مسوولینو ګډون کړی وو.
د امنیتي ادارو مسوولینو وویل، د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه یې په داسې حال کې غوښتنو او وړاندیزونو ته هیڅ ځواب نه وايي چې په جدي توګه اکمالاتو او تجهیزاتو ته اړتیا لري.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ مرستیال سمونوال غلام جیلاني کټوازي وویل، په وار وار یې د خپلو اړتیاوو په اړه د کورنیو چارو وزارت ته وړاندیزونه لېږلي خو هغوی ورته هیڅ پام نه کوي.
د ده په خبره، دغه راز بې توجهي د هغوی پر دندو او امنیتي چارو ناسم اغېز کولای شي.
په ورته توګه د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو اړوند د یو شمېر لواګانو استازو هم د تجهیزاتو او اکمالاتو له کمښت څخه شکایت وکړ.
هغوی یادونه وکړه چې دفاع وزارت یې په دې اړه شوو وړاندیزونو ته ځواب نه وايي.
د کندهار والي محمد همایون عزیزي وویل، که اړوند وزارتونه دغلته د مېشتو امنیتي ادارو غوښتنو او وړاندیزونو ته ځواب نه وايي، نو مجبور دي دغه مسایل رسینز کړي.
هغه زیاته کړه: ((د امنیتي ادارو مسوولین دې د خپلو هغو وړاندیزونو او غوښتنو کره اسناد له ما سره شریک کړي چې له کورنیو چارو او دفاع وزارتونو یې کړي دي، که حالت همداسې دوام کوي، مجبور يوو خپلې اړتیاوې او غوښتنې د رسنیو له لارې وړاندې کړو.))
خو والي ټینګار وکړ چې هره امنیتي اداره باید پر وخت وزارتونو ته خپل وړاندیزونه ولېږي، څو هغوی وتوانېږي پر وخت په ولایتونو کې خپلې ادارې اکمال او تجهیز کړي.
د ده په خبره، د تجهیزاتو او اکمالاتو غوښتنې باید د اړتیا له مخې وي.
login or register a new account.