کندهار (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٥): د کندهار په میوند ولسوالۍ کې عملیات شوي چې د امنيتي مسوولینو په وینا، د یوه سرګروپ په ګډون ۹ وسله وال په کې وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
دغه عملیات د ځانګړو ځواکونو له خوا د یادې شوې ولسوالۍ په نکریل سیمه کې شوي دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، ځانګړو ځواکونو له هغه وورسته په دې سیمه کې عملیات وکړل چې د وسله والو مخالفینو د فعالیت په اړه یې معلومات تر لاسه کړل.
ده زیاته کړه، په دغو ځمکنيو او هوايي عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو د یوه سرګروپ په ګډون ۹ تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په خبره، د عملیاتو پر مهال یوه دهشکه، دوه ماشیندار او درې کلاشينکوفونه هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دی وايي، په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دى اوښتی.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
ميوند ولسوالي د کندهار ښار په ٧٠ کيلومترۍ کې د هرات- کندهار پر لويه لاره پرته ده چې ډېر مهال ورڅخه د ناامنۍ خبرونه تر لاسه کېږي.
امنیتي چارواکي وايي، دا چې دغه ولسوالي د هلمند په ګاونډه کې پرته ده، ډېر مهال وسله وال له همدې ولایته دغلته د ناامنیو جوړولو لپاره راځي.
login or register a new account.