Language

په کندهار کې د جنسي تېري قرباني نجلۍ انصاف غواړي

کندهار ښار(پژواک،٢٠مرغومى٩٥): د کندهار ښار اوسېدونکې ۱۸ کلنه پلوشه وايي، هغه تعویذ لیکونکی چې پر دې یې جنسي تېری کړی، پرته له دې چې سزا ورکړل شي ازاد شوی دی.

پلوشه او کورنۍ یې له حکومت څخه انصاف غواړي او وايي له حق څخه یې باید دفاع وشي.

پر یادې شوې نجلۍ تېر کال د سلواغې په ۱۰مه د ملا ولي جان په نوم د یوه تعویذ لیکونکي له خوا چې په مخ پټي ملا مشهور و جنسي تېری شوی و.

دغه تعویذ لیکونکى هغه مهال د پولیسو له خوا ونيول شو او څېړنو وښودله چې پر پلوشې نومې نجلۍ یې جنسي تېری کړی دی.

دغه کس که څه هم د دوو لومړنیو محکمو له خوا په ۱۷ کاله بند محکوم شوی، خو په دې وروستیو کې خوشې شوی دی.

د جنسي تېري قرباني شوې نجلۍ پلوشې پژواک خبري اژانس ته د دغې پېښې کیسه داسې وکړه: ((د سر درد مې درلود، تل ورڅخه کړېدمه، یوې ښځې مې مور ته ویلي وو چې مخ پټي ملا ته یې بوځه هغه به تعویذ ورکړي او ښه به شي.))

دا زیاتوي، تېر کال له خپلې مور سره دغه ملا ته د تعویذ لپاره لاړه، د تعویذ لیکونکي په کوټه کې نورې ښځې هم وې، هغوی یې تر کتلو وروسته جواب کړې او د دې مور ته یې هم وویل چې دباندې ووځي، تعویذ لیکونکي دې ته وویل چې مریضي یې درنه ده او باید انتظار وکړي.

دا وايي: ((تعویذ لیکونکي ما ته پنبه(پخته) راکړه، ویل یې نیمايي په خوله کې ونیسه او نیمايي د زړه پر سر ونیسه، بیا په ځان نه یم پوهېدلې، وروسته چې را په خود شومه نو په ځان پوه شومه چې دغه تعویذ لیکونکي پر ما جنسي تېری کړی دی.))

د دې په خبره، دغه کس د دوی د شکایت له مخې د پولیسو له خوا ونیول شو، دوو لومړیو محکمو ورته د ۱۷ کاله بند سزا واروله، خو له دې هر څه سربېره تېره اوونۍ خوشې شوی او ازاد ګرځي.

پلوشه وايي، چې هر څنګه کېږي دې کس ته سزا غواړي، ځکه د دې ژوند یې تباه کړی او ظلم یې ورسره کړی دی.

د یادې شوې نجلۍ مور وايي، په هغه ورځ چې له لور سره یې دا ظلم وشو، د نهمې امنیتي حوزې اړوند پولیسو ته یې شکایت وکړ او هغوی دغه تعویذ لیکونکى ونیوه.

نوموړې پژواک ته وویل، د پولیسو په تحقيق کې معلومه شوه چې پر لور یې جنسي تېری شوی او په خپله تعویذ لیکونکي کې هم هغه مهال پر خپل جرم اعتراف کړی و.

login or register a new account.

Related Topics