Language

“متحده عربي امارات دې د سولې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي”

کندهار ) پژواک ۲۱ مرغومی ۹۵ ):  د کندهار د ولایتي ادارې مسوولینو، د ولایتي شورا غړو او قومي مشرانو د متحده عربي اماراتو له سفیر څخه وغوښتل چې له افغانستان سره دې د سولې او د بیارغونې په بنسټیزو پروژو کې مرسته وکړي.

 

د متحده عربي اماراتو سفیر جمعة الکعبي د یوه پلاوي په مشرۍ د هېواد کار او ټولنیزو چارو له وزیرې نسرین اوریاخېل سره یو ځای کندهار ته سفر وکړ او دغلته یې د کندهار له والي ډاکټر محمد همایون عزیزي، د ولایتي شورا له غړو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او ملي سوداګرو سره ولیدل.

 

نوموړي د خپل سفر په ترڅ کې د یوه دارالایتام د جوړولو د بنسټ ډبره هم کېښودله چې د دغه هېواد په ۲ میلیونه ډالره مرسته د دوو کلونو په موده کې جوړېږي.

 

د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي وويل، افغانستان او متحده عربي امارات دوه داسې دوست هېوادونه دي چې ګډ دیني او فرهنګي مشترکات لري.

 

هغه زیاته کړه، په تېر ۱۶ کلونو کې د افغانستان په بیا رغونه کې د دغه هېواد ونډه ډېره مهمه ده.

 

خو ده غوښتنه وکړه چې دغه هېواد دې د پوهنې، روغتیا او کرنې په برخه کې نورې مرستې هم وکړي.

 

login or register a new account.