Language

د کندهار والي د درملنې په موخه هندوستان ته لېږل شوی

کندهار(پژواک ،۲۴ مرغومى ٩٥):د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي د ښې درملنې په موخه هندوستان ته لېږل شوی دی.

بلخوا د کندهار د پېښې د څېړنې په موخه د عربي اماراتو یو پلاوى چې په پرمختللو وسایلو سمبال دی کندهار ته را رسېدلی دی.

درې شپې وړاندې د کندهار ولايت مقام په مېلمستون کې چې د عربي اماراتو سفير، نور ديپلوماټان او د کندهار ځايي چارواکو  شتون درلود، چاودنې وشوې.

په دې چاودنو کې والي همايون عزيزي او د اماراتو سفير له ١٦ نورو کسانو سره ټپيان او ١١ تنه نور ووژل شول چې په وژل شوو کې پنځه د اماراتو ديپلوماټان، د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي، د بهرنیو چارو رییس شاه احمد سعید او په امریکا کې افغان ديپلوماټ ډاکټر یما قریشي هم شامل وو.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک نن غرمه په یوه خبري غونډه کې د والي د روغتیايي وضعیت په اړه ډاډ ورکړ او په دې اړه خپرې شوې وروستۍ اوازې یې رد کړې.

هغه زیاته کړه، د والي لومړنۍ درملنه په کندهار کې شوې او د لا ښې درملنې په موخه هندوستان ته لېږل شوی چې د دغه هېواد ډاکټرانو یې هم روغتیايي وضعیت ښه بللی دی.

ده یادونه وکړه، چې والي نن سهار د خپلې کورنۍ له غړو سره هم ټېلېفوني خبرې کړې دي.

خپلواک دغه راز وویل چې د پېښې د څېړنې په موخه د عربي اماراتو یو پلاوی هم کندهار ته راغلی چې د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت شورا تر څنګ د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې کوي.

د ده په خبره، د څېړنې دغه پلاوى په پرمختللو وسایلو او تجهیزاتو سمبال دی.

دی وايي، د پېښې په اړه وروستي معلومات به د څېړنو تر بشپړېدو وروسته په ډاګه شي.

login or register a new account.