Language

شېرزی: په  کندهار کې د وضعیت د سمون لپاره له مرکزي ادارې سره یوه طرحه شریکوو

کندهار (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٥): ګل اغا شېرزی وايي، په سوېلي زون او کندهار کې روان وضعیت د اندېښنې وړ دی او د بدلون لپاره یې له ګڼو مخورو او قومي مشرانو سره یو ځای پر یوه طرحه کار کوي چې ډېر ژر به له مرکزي ادارې سره شریکه کړای شي.

نوموړي دغه څرګندونې د هېواد د وروستیو خونړیو پېښو د غندنې او د قربانیانو د فاتحې او تسلیت په موخه په جوړه شوې غونډه کې وکړې.

هغه زیاته کړه، کندهار تل د هېواد په کچه برخلیک ټاکونکی رول تر سره کړی، خو له بده مرغه چې اوسمهال د بدو پېښو او حالاتو شاهد دی.

د ده په خبره، که څه هم اوږده موده یې خاموشي اختیار کړې وه، خو د دې ولایت د ځینو مخورو په غوښتنه اړ شوی چې په کندهار کې د وضعیت د سمون لپاره کار وکړي.

ده وویل: ((د لوی کندهار له مخورو او قومي مشرانو سره یو ځای مو پر یوه طرحه کار کړی، په نږدې ورځو کې به له ۴۰ تر ۵۰ مخور کابل ته لاړ شي او دغه طرحه به له مرکزي ادارې سره شریکه کړي.))

نوموړي یادونه وکړه چې دا نظام د دوی په قربانی راغلی، کله یې هم د خرابولو هڅه نه کوي، خو د اصلاحاتو غوښتنه په کې کوي.

شېرزي د کندهار په دولتي ادارو کې د فساد یادونه وکړه او ويې ویل، همدا په خپله د ناامنۍ یو لامل دی.

هغه د بېلګې په توګه قضایی او عدلي ارګانونه یاد کړل چې د فساد او ظلم له لاسه یې خلک جرمونو کولو ته اړ شوي دي.

نوموړی د حکومت او وسله والو مخالفینو تر منځ د سولې په تړاو هم وغږېد او ویې ویل، په اوسني څرنګوالي د سولې لپاره هڅې هیڅ پایلې نه ورکوي، په داسې حال کې چې هره میاشت په همدې نوم د سولې شورا په چوکاټ کې ۲،۵ میلیونه ډالر لګول کېږي.

ده وویل، د سولې شورا دې نوره لغوه شي او دغه پیسې دې هره میاشت د هېواد یوه ولایت ته ورکړل شي چې د رغونې او پرمختیا کارونه پرې وشي.

ده له مرکزي ادارې غوښتنه وکړه چې د سولې د خبرو لپاره دې یوه شل کسیزه جرګه ګۍ جوړه کړي او هغوی ته دې اختیار ورکړي چې هم له طالبانو او هم له پاکستان سره خبرې وکړي.

شېرزي د کندهار د وروستۍ پېښې په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، د دوی هيله دا وه چې ولسمشر او مرکزي اداره به هغه څوک نیسي او پلټنې به ورڅخه کوي چې د امنیت ساتلو دنده په غاړه لري او وظیفوي غفلت یې کړی، په داسې حال کې چې اوس یې په تړاو عام کارګر او کارکوونکي نیول شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics