Language

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې لسګونو وسله والو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار ښار (پژواک، د سلواغې لومړۍ نیټه، ۹۵): چارواکي وایي، چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې لسګونو وسله والو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک د سلواغې په لومړۍ نیټه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې تیره شپه وسله والو طالبانو د میوند ولسوالۍ پر څو امنیتي پوستو بریدونه کړي وو.

هغه زیاته کړه، چې تر دې بریدونو ورووسته په رامنځته شوې نښته کې، ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل شوي دي.

د خپلواک په وینا، په دې نښته کې پنځه پولیس هم وژل شوي او ۱۱ نور ټپي دي، خو یوې بلې باوري سرچینې پژواک ته وویل، چې  په دې نښتو کې ۱۶ پولیس وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.

سرچیننه زیاتوي، چې د کندهار امنیه قوماندان نن دورځې ناوخته میوند ته رسیدلی دی.

دوه ورځې مخکې هم په میوند ولسوالۍ کې پنځه پولیس وژل شوي وو.

login or register a new account.

Related Topics