کابل(پژواک، ٥ سلواغه ٩٥): هغه کورنۍ چې د جګړې او ستونزو په سبب له خپلو اصلې مېنو بې ځايه شوې او په کابل کې تر خېمو لاندې له کړاوونو ډک ژوند تېروي، وايي چې د هوا سړېدو يې ستونزې زياتې کړې او مرستې ته اړتيا لري.
د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت د کورنيو بې ځايه شوو او بېړنيو حالاتو رياست د معلوماتو له مخې، په په پلازمېنه کابل کې څه باندې اووه زره کورنۍ په ٤٢ ځايونو کې ژوند کوي.
د کابل ښار د پروژه تايمني سيمې د مصباح ليسې شا او د قنبر څلور لارې هغه سيمې دي چې بې ځايه شوو پرې د ژوند تېرولو لپاره خېمې وهلې دي او له هرې خوا يې د پلاستيکو د سون له امله په چاپېريال او شاوخوا کې ساه نيوونکى لوګى خورېږي.
تر ټولو دردونکې دا ده چې ددې کورنيو اکثريت يې اوس مهال چې د شپې کابو هوا له صفره ښکته کېږي، د خپلو خټينو جونګړو او خېمو د تودولو لپاره پلاستيکونه او جنډې سوځوي، څو په دې ډول له يخنۍ ځان وژغوري.
د هلمند ولايت د موسى کلا اصلي اوسېدونکى اويا کلن فيض محمد له څلور کلونو راهيسې له خپلې کورنۍ سره په څلورو خټينو کوچنيو خونو کې چې چت يې په ترپال پوښلى، د قنبر څلور لارې د بې ځايه شوو په مېشت غالي کې ژوند کوي.
ددې کورنۍ د استوګنې په خونو کې زاړه پلاستيکي فرشونه غوړېدلي، دروازې نه لري او دېوالونو ته يې خېرن بالښتونه اېښي دي.
فيض محمد د خپل ژوند کيسه کوي او وايي:((د طالبانو د جګړې له وېرې چې هسې ونه وژل شو، کابل ته راغلو، دلته مو غوږونه يو څه ارام شول، خو په دې سړه هوا کې نه خس لرو، نه اوړه او نه هم غنم، غوړ او پيسې مو نشته، له دې ژوند نه راته مرګ غوره دى.))
هغه زياته کړه چې د هوا له سړېدو سره يې ستونزې ډېرې شوې ، ډېرى بې ځايه شوي د سون توکو د پېرلو توان نه لري او په بخاريو کې پلاستيکونه، ربړونه، زاړه بوټ او د ښار له شاوخوا راټول کړي کاغذونه سوځوي.
د هلمند کجکي ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى او ددې ځاى يو بل بې ځايه شوي ملک وويل چې په دې کمپ کې ١٣٧٧کورنۍ چې ډېرى يې له هلمنده راغلې، ژوند کوي او د تېرو دوو اوونيو په ترڅ کې د هوا د سړښت له امله څلور ماشومان او دوه د پاخه عمر لرونکي مړه شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې تر اوسه د ژمي په ترڅ کې دوو موسسو له دې کورنيو سره د خوراکي او سون توکو مرستې کړې، خو کافي او بسنه نه کوي، ځکه چې د هوا له سړېدو سره يې ستونزې زياتې شوې دي.
نوموړي له ولسمشر غني نه د ګيلې په ترڅ کې وويل چې د ټاکنيزو کمپايونونو پرمهال هلته ورغلى و او خلکو ته يې ژمنه ورکړه چې د سرپناه نشتوالي ستونزه به يې حل کړي، خو تر اوسه پورې هېڅ کار نه دى شوى او حتى ددې ځاى له مشرانو سره هم نه ګوري.
دغه قومي مخور له مرستندويه موسسو او بنسټونو څخه وغوښتل چې د ژمي د سړو په ترڅ کې له يادو شوو کورنيو سره مرستې وکړي او د يوه انساني ناورين مخه ونيسي.
login or register a new account.