ګردېز (پژواک، ٧ سلواغه ٩٥): د پکتيا ولايتي شورا او مدني فعالانو لخوا د دغه ولايت د استېناف څارنوالۍ رييس څارنيار شعيب ثابت ته د فساد پر وړاندې د مبارزې اتل لقب ورکړل شو.
څارنيار شعيب ثابت، چې څو مياشتې وړاندې په پکتيا کې د څارنوالۍ د رييس په توګه ټاکل شوی و، د لويې څارنوالي لخوا نيمروز ولايت ته تبديل شوی دی، خو پکتياوال يې په دې ولايت کې د پاتې کېدو غوښتنه کوي.
د پکتيا دولتي مسوولينو، قومي مخورو، مدني فعالانو، د څارنوالۍ کارکوونکو او ګڼ شمېر ځوانانو په کمه موده کې د څارنوالي د رييس د لاسته راوړنو په قدردانۍ د سلواغې په ٧مه، يوه غونډه جوړ کړې وه او د نوموړي خدمتونه يې وستايل.
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وويل چې شعيب ثابت د يو واقعي څارنوال او خادم په توګه خپله دنده په بشپړې امانتدارۍ تر سره کړې او خپلو کارکوونکو او څارنوالانو ته يې د خلکو د خدمت او ايماندارۍ انګېزه ورکړې ده.
هغه زياته کړه :((ډېر خلک څارنوالي ته د فساد او ستونزو د مرکز په سترګه ګوري، خو شعيب ثابت هغه څوک دی چې دا مهم ارګان يې خلکو ته د خدمت د ځای په توګه ور وپېژانده، که موږ په هر ولايت کې داسې يو اتل شخص ولرو، نو زه په اطمينان سره وايم، چې شته ستونزې به بيخي راکمې شي.))
د پکتيا د ولايتي شورا رييس الله مير بهرامزي هم د ثابت کړنې وستايلې او له لويې څارنوالۍ يې غوښتننه وکړه چې بل ولايت ته د نوموړي د بدلون پرېکړه دې بېرته واخلي.
نوموړى وايي :((موږ لومړی ځل په دې مهمه دولتي اداره کې د داسې شخص او د فساد پرضد د مبارزې لرونکي کس څخه برخمن شوي يو او غواړو چې ثابت صيب نور هم دلته خپلې دندته دوام ورکړي؛ د هېواد له لوی څارنوال څخه مو غوښتنه داده چې د ثابت د تغيير پرېکړه بېرته واخلي.))
مدني فعالان هم د شعيب ثابت د بدلون په پرېکړه ناخوښ دي او ټينګار کوي چې نوموړی دې په خپله دنده پاتې شي.
مدني فعال طيب شاهين وايي:((شعيب ثابت په وخت کې په استېناف څارنوالي کې اتيا فيصده شفافيت راووست او په دې اړه يې ګړندۍ کړنې روانې وې، خو د تبديلېدو له امله يې دا لړۍ ودرېده، موږ غواړو چې لږ تر لږه د خپلو پيل کړو اصلاحاتو د سرته رسولو تر وخته دې وخت ورکړل شي.))
د استېناف څارنوالۍ مخکني رييس شعيب ثابت پژواک اژانس ته وويل چې د خلکو خدمت يې اصل مسووليت دی او د هېواد په هر ځای کې به خپله دنده په ښه ډول تر سره کوي.
ثابت وايي، د دندې په تر سره کولو کې يې هېڅ ناغيړي نه ده کړې او نه يې د چا زور او ځواک ته غاړه ايښې ده.
دی وايي:((ډېر وخت يوازې په غريب او بې کسه قانون عملي کيږي، خو ما تل هڅه کړې چې په زورواکو قانون پلی کړم او هر چا ته د خپل حق په ورکولو کې خپل مسووليت تر سره کړم؛ موږ په ډېرو دوسيو کار کړی دی، که يوازې درې مياشتې نور وخت راکړل شوی وی، ښه به وه چې په دې دوسيو کې تر پايه د فساد مخه بيخي ډب شوی وای.))
login or register a new account.