Language

کندهار (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٥): د خوست د امنیې قوماندانۍ اداري مرستیال په کندهار کې د یوه غلچکي برید په پایله کې وژل شوی.

دغه پېښه نن ماسپښین دوه بجې د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د حضرت جي بابا په سیمه کې شوې ده.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پېښه تايیدوي او وايي، وسله والو کسانو په یاده شوې ساحه کې د خوست د امنیې قوماندانۍ پر اداري مرستیال ډګروال محمد یعقوب ډزې کړې او هغه یې وژلی دی.

ده زیاته کړه، برید کوونکي تښتېدلي، خو پولیسو یې د نیولو هڅې پيل کړې دي.

خپلواک و نه ویل چې د خوست د امنیې قوماندانۍ دغه چارواکی څنګه کندهار ته راغلی و.

بل خوا د کندهار ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د څرخک په سیمه کې د پولیسو پر رینجر موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې ده.

خپلواک پېښه ومنله، خو ویې ویل چې چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.

د دغو پیښو په اړه وسله والو مخالفینو څه نه دي ویلی.

login or register a new account.

Related Topics