Language

د کندهار صنعتکارانو د برېښنا د نشتوالي له امله لاریون وکړ

کندهار (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٥): د کندهار سلګونو صنعتکارانو او د فابریکو کارکوونکو چې خپلې شاوخوا ۲۰۰ فابریکې یې وار له مخه د برېښنا د نشتوالي له امله تړلي دي، نن یې لاریون وکړ او له حکومت څخه یې د برېښنا غوښتنه کوله.

کندهار مېشتي صنعتکاران او پانګه وال چې دوې ورځې وړاندې په کندهار پریس کلب کې د احتجاج په توګه راټول شوي وو، د فابریکو د تړلو تر څنګ یې ګواښ کړی و که حکومت د برېښنا غم و نه خوري نو لاریونونه به وکړي.

نننی لاریون د کندهار ښار اړوند د ښوراندام په صنعتي پارک کې وشو چې د فابریکو د چلوونکو تر څنګ سلګونو کارګرو هم په کې ګډون درلود.

لاریون کوونکو له ځانونو سره لیکلي شعارونه هم لېږدول چې د ټیکنالوژي په دې دور کې یې بې برېښنا ژوند تدریجي مرګ ګاڼه او دغه راز یې لیکلي وو چې که حکومت د برېښنا غم و نه خوري نو له ۴ زره زیات کارګر به بې کاره شي.

د حاجي محمد قسیم په نوم یوه صنعتکار پژواک خبري اژانس ته وویل، پانګه والو خپل میلیونونه ډالر پانګې د فابریکو پر جوړولو لګولي، خو د برېښنا د نشتوالي له امله لاس تر زنې ورته ناست دي او هره ورځ درانه زیانونه ګالي.

ده زیاته کړه، کندهار صنعتي پارک ۱۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو اوس مهال ۳ مېګاواټه ډېزلي برېښنا ورکړل شوې، چې هغه هم په ورځو او ان اوونیو نه وي.

دی وايي، د برېښنا د نشتوالي له امله وار له مخه لسګونه فابریکې تړل شوې، خو هغه چې فعالیت کوي تولید یې نیم په نیمه ټیټ شوی.

نوموړی له حکومت څخه غوښتنه کوی چې د کندهار ولایت او صنعتي پارک لپاره دې په بنسټيزه توګه د برېښنا اسانتیا برابره شي، که دغه حالت دوام کوي، نو نه یوازې به زرګونه خلک بې کاره کېږي، بلکې نوی په پښو درېدلی صنعت به هم فلج کېږي.

یوه بل صنعتکار حاجي ګلنواز وویل، کلونه کېږي چې حکومت د برېښنا د جوړولو ژمنې کوي، خو یوه یې هم عملي کړې نه ده.

هغه وايي ، لاریون یې د دې لپاره کړی چې هم باید کندهار ښار او هم صنعتي پارک ته مطمینه برېښنا ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه، په کندهار کې له ۲۰۰ څخه ډېرې فابریکې شته چې دا مهال ۴۳۰۰ تنه په کې کار کوي، خو د برېښنا د نشتوالي له امله ټول بې کاره شوي دي.

د کندهار د صنعتي پارک د یوې فابریکې چلوونکي رحمت الله وویل، له اوسني حکومت څخه د صنعتکارانو هيله دا وه چې د کورني صنعت ملا به تړي، خو هغوی په ډول ډول جریمو او مالیو نوی په پښو درېدلی صنعت له ستونزو سره مخ کوي او پر وړاندې یې خنډونه جوړوي.

login or register a new account.

Related Topics