Language

په هلمند کې ترافيکي پېښې ٣٠ تنو مرګ ژوبله واړوله

لشکرګاه(پژواک ۲۹ سلواغه ۹۵): د کابل - هرات پر لويه لار د هلمند ولايت د واشېر ولسوالۍ د شوراب په سيمه کې  ۳۰۳ ډوله موټر د اوښتو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه مړه او ۲۵ نور ټپيان دي.

د  هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه له  غرمې وروسته په شاوخوا يوه بجه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.

دی وايي چې د احمدشاه ابدالي شرکت اړوند دغه مسافر ورړنکى موټر له کابل څخه هرات ته روان و .

هغه وويل چې ټپيان د ګرشک ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.   

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې له کندهار څخه روغتيايي ډله د پېښې سيمې ته تللې تر څو سخت ټپيان د درملنې لپاره د کندهار ميرويس روغتون ته ولېږدوي.

تر دې مخکې هم د احمدشاه ابدالي او ځينو نورو ترانسپورټي شرکتونو موټرو پر لويو لارو خونړۍ ترافيکې پېښې کړې دي.

login or register a new account.