Language

خلک: سربېره پر قانوني اسنادو هم له پاکستانه را و ایستل شوو

کندهار (پژواک، ٥ کب ٩٥): د سوېلي ولایتونو لسګونو هغو اوسېدونکو په کندهار ښار کې د پاکستان د کونسلګرۍ مخې ته احتجاج وکړ چې په پاسپورټ او ويزه دغه هېواد ته تللي وو، خو له هغې خوا په زور زیاتي بېرته خپل هېواد ته رالېږدول شوي دي.

هغوی ادعا کوله چې په لسګونو دغسې کسان چې په ویزه او پاسپورټ یې پاکستان ته سفر کړی، نادرکه دي او یا هم د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي او زندانونو ته اچول شوي دي.

د احتجاج کوونکو له ډلې د اسماعیل صاحبزاده په نوم يوه کس پژواک خبري اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې د پاکستان د سند ايالت د شهباز قلندر په مزار کې چاودنه وشوه، لسګونه افغانان کراچۍ ته پر لاره د خضدار په سیمه کې له موټرو کښته شوي دي.

دی زیاتوي، په دغو کسانو کې چې ډېری یې سپین ږيري، ماشومان او نور دي، په داسې حال کې چې پاسپورټونه او ویزې یې لرلې، د درملنې لپاره دغه هېواد ته تلل.

نوموړي ادعا وکړه چې د پاکستان امنیتي ځواکونو پرته له دې چې پاسپورټونو او ویزو ته یې ارزښت ورکړي، د څو شپو لپاره بندیان کړي او وروسته یې په زور د افغانستان خاورې ته را اړولي دي.

صاحبزاده ادعا وکړه چې په لسګونو داسې کسان چې پاکستان ته په پاسپورټ او ویزه تللي دي، نادرکه دي او یا هم زندانونو ته اچول شوي دي.

نوموړي پر افغان حکومت نیوکه وکړه چې د خپلو اتباعو پوښتنه نه کوي، په داسې حال کې چې پاکستان ته تللي کسان ټول له دوی سره ثبت دي او پر پاسپورټونو یې خروج وهل شوی دی.

د احتجاج کوونکو له ډلې روزي محمد چې له خپلو پنځو ملګرو سره تېره اوونۍ د پاکستان کراچۍ ښار ته تللی و او د لارې په اوږدو کې د پولیسو له خوا نیول شوی و، پژواک اژانس ته خپله کیسه وکړه.

هغه زیاته کړه: ((موږ کراچۍ ته پر لاره د پاکستان ملېشه (اېف سي) ځواکونو له خوا ونیول شوو، خپل پاسپورټونه مو ورته وښودل، خو هغوی راسره ناوړه چلند وکړ، ویل یې موږ ستاسې پاسپورټ هېڅ نه منو؛ ځکه تاسې دهشت ګرد یاست، وروسته یې څلور شپې بندیان کړو او بیا یې خپل هېواد ته را واړولو.))

روزي محمد وویل، پر دې لار په لسګونو نور افغانان هم چې پاسپورټونه یې لرل، ونیول شوي چې ډېری یې نادرکه دي.

دی وايي، کراچۍ ته د درملنې لپاره ته او په داسې حال کې ونیول شو چې دغه هېواد ته د تګ رسمي ویزه یې اخیستې وه.

نوموړي چې ډېر دردېدلی و، وویل په پاکستان کې چاودنې په خپله د دغه هېواد د استخباراتو له خوا شوې خو زور یې له افغانانو باسي.

login or register a new account.

Related Topics