کندهار(پژواک،٨کب٩٥): د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې سلګونو کسانو د پاکستان په خلاف لاریون وکړ.
لاریون کوونکي چې د پنجوايي تر څنګ د ژېړۍ، میوند او نورو نږدې ولسوالیو اوسېدونکي وو، له ځانونو سره یې ملي بیرغونه لېږدول او د پاکستان خلاف شعارونه یې ورکول.
هغوی د پاکستان له لوري د لارو تړل او د افغانستان پر خاوره د توغندیزو بریدونه تر سره کول په ټینګه وغندل.
د لاریون یو ګډونوال نصیر احمد چې له میوند ولسوالۍ څخه راغلی و، پژواک خبري اژانس ته وویل، د تاریخ په اوږدو کې پاکستان کله هم له افغانستان سره د یوه ښه ګاونډي په توګه چلند نه دی کړی، خو برعکس افغانستان تل د هغوی پر وړاندې له زغم څخه کار اخیستی دی.
هغه زیاته کړه : (( موږ او تاسې ولیدل چې څو ورځې وړاندې په پاکستان کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې وشوې چې په ځواب کې نه یوازې افغانستان ته تلونکې لارې وتړلې، بلکې د هېواد پر خاوره یې د توغندیو بریدونه هم پيل کړل.))
دی وايي، دا ښکاره خبره ده چې چاودنې په خپله د همدغه هېواد د استخباراتي کړیو لخوا د امتیاز اخیستو لپاره شوي، خو زور یې له افغانستان څخه باسي.
د ده په خبره، د افغانستان خلک باید ویښ شي او نور باید په یوه برخه کې هم پر دغه هېواد باور و نه کړي.
د عبدالقدوس په نوم یوه لاریون کوونکي وویل، پاکستان د ټولو نړیوالو اصولو خلاف افغانستان ته تلونکې لارې تړلې او دغه راز په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو په ځورولو یې لاس پورې کړی.
دی وايي، پاکستان دغه کړنه په داسې حال کې تکراروي چې پر بل اړخ یې د وسله والو مخالفینو په شکل کې دلته د افغانستان پر خلاف جګړه روانه کړې ده.
هغه وویل، د ټولو لاریون کوونکو غوښتنه دا ده چې ملګري ملتونه باید په دې اړه غبرګون وښيي او د پاکستان د ورانکاریو مخه ونيسي .
د پنجوايي امنیه قوماندان سلطان محمد وویل چې لاریون کوونکو غوښتل تر کندهار ښار او بیا تر سپین بولدک پورې لاړ شي او ډیورنډ کرښې ته څېرمه هم احتجاج وکړي، خو د دې کار مخه يې ونيول شوه.
د لاریون نورو ګډونوالو هم د پاکستان په خلاف شعارونه ورکول او په ترڅنګ يې د خپلو ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ د ټول هېواد د اوسېدونکو مسوولیت وګاڼه.
login or register a new account.