کندهار( پژواک، کب لسمه ٩٥) چارواکي وايي، د کوکنارو اړولو ته ژمن دي خو د بودیجې او وسایلو نشتوالی یې پر وړاندې خنډ دی.
دغه څرګندونې د والیانو تر مشرۍ لاندې د کوکنارو د محوې د پلان جوړولو په غونډه کې وشوې چې نن د کندهار ولایت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د کندهار، اروزګان او زابل د ملکي او نظامي چارواکيو، د ولسوالیو د ولسوالانو او د ولایتي شورا د غړو تر څنګ له کابل څخه راغلو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د پالیسۍ او همغږۍ مرستیال جاوېد احمد قایم، د نشه يي توکو په برخه کې د سیمه ييزو ارګانونو مشاور میر ابو مسلم صدیقي، د کورنیو چارو وزارت د ولایتي چارو مرستیال جنرال عصمت الله بلوڅ او نورو ګډون کړی و.
د کندهار ولایت سرپرست عبدالحنان منیب وویل، که څه هم په دې ولایت کې لا له وړاندې د کوکنارو کرلو پر ضد کمپاین پیل شوی، خو په دې برخه کې د بودیجې نشتوالی او د وسایلو کمښت لویې ستونزې دي.
هغه زیاته کړه، له شته امکاناتو په کار اخیستو وار له مخه د عامه پوهاوي په برخه کې کار شوی او له خلکو غوښتل شوي چې کوکنار دې نه کري.
خو دی وايي چې د مالي امکاناتو نشتوالی د کوکنارو د کر د مخنيوي په لاره کې خنډ دی.
ده یادونه وکړه، چې ان تېر کال هم وزارت ولایتي ادارې ته د کوکنارو اړولو اړوند لګښت نه دی ورکړی.
نوموړي غوښتنه وکړه چې ولایتي ادارې ته دې مالي امکانات ورکړل شي، د کوکنارو اړولو وسایل دې ترمیم شي او د عامه پوهاوي په برخه کې دې هڅې ډېرې شي.
منیب یادونه وکړه چې په دې برخه کې ژمنې کېږي خو عملي کېږي نه.
ده د بېلګې په توګه د یوې مرستندويې ادارې چي پي اى ( GPI ) یادونه وکړه چې له کوکنارو سره د مبارزې په برخه کې یې په کندهار کې د ۹۰۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت د یوه جمنازیوم د جوړولو ژمنه کړې وه، خو عملې کړې یې نه ده.
هغه دغه راز په کندهار کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې د مجهزو مرکزونو پر ډېروالي ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه چې کروندګرو ته دې د بديل معشیت د برابرولو په برخه کې کار وشي.
منیب یوه بل ټکي ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، د کوکنارو مخنيوي کمپاین باید د کوکنارو له کرلو وړاندې پلی شي، ځکه له کرلو وروسته یې اړول د خلکو او حکومت تر منځ واټن ډېروي.
login or register a new account.