Language

“ولسمشره! د کندهار لپاره دایمي برېښنا غواړو”

کندهار (پژواک، ١١ کب ٩٥): د کندهار اوسېدونکو په یوې احتجاجي خبري غونډه کې له ولسمشر څخه د برېښنا د چټک او دایمي حل غوښتنه وکړه.

دغه غونډه چې په کندهار پریس کلب کې جوړه شوې وه، د دې ولایت لسګونو ټولنیزو فعالانو، ځوانانو، کسب کارانو او مدني فعالانو برخه اخیستې وه.

د غونډې برخه والو وویل، دغه ولایت په داسې حال کې د برېښنا له نعمته بې برخې دی، چې په تېرو پنځلسو کلونو کې له ولسمشره نیولې بیا تر بل هر چارواکي تر ټولو ډېر د برېښنا د سمولو وعدې کړي، خو عملي کړې یې نه دي.

هغوی ټولو په لیکلې بڼه همدا یو شعار له ځانونو سره راوړی و چې: "ولسمشره! موږ د کندهار لپاره دایمي برېښنا غواړو."

د کندهار یوه ټولنیز فعال ناصر مبارز وویل، د هېواد د اساسي قانون له مخې باید د هېواد په ټولو ولایتونو کې د متوازنې او پر عدالت ولاړې پرمختیا لپاره کار وشي، په داسې حال کې چې دغه اصل ته هيڅ پاملرنه نه ده شوې.

هغه زیاته کړه، کندهار د هېواد دویم مهم ولایت دی چې نفوس یې له ۲ ميلیونه تنو اوړي، خو له بده مرغه تر اوسه برېښنا نه لري چې د پرمختګ بنسټيزه وسیله ګڼل کېږي.

دی وايي، هغه سروې ګانې چې شوي، ښيي چې کندهار شاوخوا ۱۵۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو اوسمهال دغه ولایت ته ۲۱ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي چې مخکې ۱۲ مېګاواټه وه او د هلمند له کجکي بند څخه توليدېږي.

د ده په خبره، په دې برخه کې اصلي ستونزه دا ده چې له کجکي تر کندهار غځېدلي مزي او سب سټېشنونه دومره خراب او زاړه شوي، چې د ۲۱ مېګاواټه برېښنا د لېږد وړتیا نه لري، له بله اړه د جګړو له امله ډېر مهال مزي پرې کېږي چې په ورځو او ان اونیو اونیو برېښنا نه وي او کندهار په تیارو کې ډوب وي.

ده په دې برخه کې د یوې بلې ستونزې یادونه هم وکړه او هغه دا چې د لارې په اوږدو کې د دغې برېښنا ۴۰ سلنه ضایع کېږي، ځکه ځینې زور واکي ورڅخه په ناقانونه توګه ګټه اخلي.

مبارز یادونه وکړه چې د برېښنا د نشتوالي له امله د کندهار خلک وروسته پاتې شوي، ان ډېر خلک د څښلو اوبه نه شي موندلای او د ډېريو پر ورځني ژوند، کسب او کار یې ناسم اغېز کړی دی.

ده له ولسمشره وغوښتل چې د برېښنا د چټک بنسټیز حل غم وخوري، ځکه له دې وروسته هوا ګرمېږي او برېښنا ته نوره هم اړتیا ډېرېږي.

ده نیوکه وکړه چې مرکزي حکومت په وار وار د برېښنا په برخه کې ژمنې کړي، خو عملي کړې یې نه دي.

login or register a new account.

Related Topics