کندهار (پژواک، ١٥ کب ٩٥): د کندهار ولایت په نېش ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو تر منځ له تېرې شپې راهیسې جګړه پیل شوې چې اوس هم روانه ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو مخالفینو د نېش ولسوالۍ پر څو پوستو بریدونه کړي، چې امنیتي ځواکونو یې پر وړاندې کلک مقاومت کړی دی.
هغه زیاته کړه، جګړه تېره شپه پيل شوې او اوس (مازيګر) هم په وقفوي توګه روانه ده.
دی وايي: ((په نېش کې جګړه روانه ده، خو کوم جدي ګواښ نشته او امنیتي ځواکونه د وسله والو د بریدونو پر وړاندې مقاومت کوي، خو که اړتیا ولیدل شي، نو دغې ولسوالۍ ته به اضافي سرتېري ولېږل شي او هوايي عملیات به وکړي.))
د ده په خبره، کېدای شي دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې وي، خو په اړه یې تر دې مهاله کره معلومات نشته.
بل خوا وسله وال طالبان وايي چې د نېش په جګړه کې یې تر دې مهاله څو پوستې نیولې او ګڼ شمېر پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي ادعا کوي چې د نېش ولسوالۍ شاوخوا ۱۰ پوستې یې نیولي، ۱۹ پولیس یې وژلي، ۲۵ یې ژوندي نیولي او ۱۲ نور ورته تسلیم شوي دي.
نوموړی زیاتوي، اوسمهال د ولسوالۍ مرکز او امنیه قومانداني محاصره دي او جګړه لا روانه ده.
خو امنیتي مسوولین د وسله والو دا ادعا ردوي او وايي، امنیتي ځواکونو د وسله والو د بریدونو پر وړاندې مقاومت کړی او تر دې مهال یې یو ځای هم نه دی نیولی.
بل خوا ځینې سرچینې وايي، پر نېش ولسوالۍ د برید لپاره د کندهار د بېلابېلو ولسوالیو تر څنګ له اروزګان او هلمند څخه هم وسله وال راغلي او د دغې ولسوالۍ پر امنیتي پوستو یې بریدونه پیل کړي دي.
د دغو بریدونو له امله د نېش تر څنګ د خاکرېز او شاولیکوټ ولسواليو لارې هم بندې شوې دي.
سرچینې دا هم وايي چې په دغو جګړو کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.